
د متحده عربي اماراتو دولت د طالبانو نماینده ګانو ته د دغه هیواد خاورې ته د ورتګ اجازه نه ده ورکړې.
د طالبانو تحریک دوو استازو ملا شیر محمد عباس ستانکزي او مولوي مدني غوښتل اماراتو د دغه هیواد د وژل شوي سفیر د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړي او د دې په ترڅ کې سپیناوی وکړي چې د کندهار هغه برید چې محمد عبدالله الکعبي د اماراتو سفیر پکې ووژل شو دوی نه دی کړی.
په یاد برید کې چې څه موده مخکې د کندهار ولایت په میلمستون کې تر سره شو د کندهار ولایت د ځینو چارواکو په ګډون په کې یو شمیر د متحده عربي اماراتو دیپلوماتان ووژل شول.
د سیمې استخباراتو کوښښ وکړ چې د یاد برید پړه د کندهار پر امنیې قوماندان جنرال عبدالرزاق واچوي چې د پیښې پر وخت له هغه ځایه د لمانځه لپاره وتلی و تر څو د اماراتو او افغانستان اړیکې ترینګلي شي.
ځینې شننونکي په دې اند دي چې نوموړی برید د سیمې استخباراتو تر سره کړی دی.