
په چین کې د سوریې سفیر ویلي چې ۵۰۰۰ چینایان د سوریې د دولت د مخالفینو په کتار کې د بشار اسد له دولت سره په جګړه بوخت دي.
عماد مصطفی دا څرګندونې پرون په بیجنګ کې وکړې او ویې ویل چې چینایي اتباع د ترکیې له خاورې دغه هیواد ته دا خلیږي چې په وروستیو کې یې په شمیر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. چې له خپلو کورنیو سره سوریې ته داخلیږي.
د یادونې وړ ده چې چین له ترکیې غوښتنه کړې چې سوریې ته د دغه هیواد د وګړو د ورتګ مخنیوی دې وکړي.