
د امریکې منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه تورونه رد کړل چې ګواکی نوموړی له روسیې سره پټې اړیکې لري.
داسې راپورونه د څووم ځل لپاره بیا خپاره شول چې ټرامپ د خپل هیواد پر څارګرو ادارو او اف بي آی تور ولګاوه چې په غیر قانوني توګه یې داسې راپورونه خپاره کړي دي.
ټرمپ ویلي چې دا کار د ده د دیموکراتو مخالفینو پنځونه ده.
پر ټرمپ د ټاکنو پر مهال هم دا تورونه لګیدل چې نوموړی له روسیې سره پټې اړیکې لري او د ده په بریا کې روسیې مهم رول لوبولی دی.