پاکستان د ۲۰۱۷ کال تر پایه د مهاجرینو د اسناده له تمدید سره موافقه وکړه

پرون په هغه درې اړخیزه غونډه کې چې د افغانستان، پاکستان او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ په ګډون جوړه شوې وه پریکړه وشوه چې په پاکستان کې به د افغان مهاجرینو اسناد د دې کال تر پایه تمدید شي.
په دغه غونډه کې د افغان هیئت مشري د کډوالو چارو وزیر سیدعالمي بلخي کوله.
په پاکستان کې یو میلیون او درې لکه تنه افغان کډوال ژوند کوي، چې تقریبا یو میلیون یې اسناد نه لري.
په دې غونډه کې پریکړه وشوه چې هغو مهاجرینو ته به هم اسناد ورکړل شي کوم چې اسناد نه لري.