مسکو کنفراس: طالبان دې د سولې خبرو ته راضي کړل شي

په مسکو کې د افغانستان د سولې په اړه کنفرانس چې د سیمې هیوادونو په ګډون پرون جوړ شو د هیوادونو استازو ټینګار وکړ چې له طالبانو سره دې د سولې خبرې چټکې شي.
د دغې غونډې اجنډا د طالبانو سولې ته هڅول وو، په دغه کنفرانس کې د افغانستان استازي وویل چې د سیمې هیوادونه دې د ترهګرۍ پر وړاندې د افغانستان ملاتړ وکړي او دغه هیوادونه باید د وسله والو پر ځای د افغان حکومت سره اړیکه ولري.
د یادونې وړ ده چې په دغه غونډه کې د امریکا استازي ته بلنه نه وه ورکړل شوې او دا په داسې حال کې ده چې لنډه موده پخوا هم روسیې د افغانستان په اړه غونډه جوړه کړې وه چې افغان حکومت ته هم پکې بلنه نه وه ورکړل شوې او د افغانستان له توندو نیوکو سره مخ شوه.