
د اروپایي اتحادیې د بهرني سیاست مسوولې فدریکا موګریني وروسته له هغې چې امریکې ته په سفر تللې وه د اروپا د یوه خبري اژانس لینا سره په مرکه کې ویلي دي چې امریکا به د نړۍ د رهبرۍ رول له لاسه ورکړي. نوموړې ویلي دي چې کله یې هم امریکا دومره تر فشار لاندې نه وه لیدلې، خو اوس چې دا هیواد تر قوي فشار لاندې دی نو څوک باید د نړۍ د رهبرۍ نقش په خپل نفس په قوي اعتماد سره ادا کړي.
نوموړې ویلي دي چې په نړۍ کې تر ټولو لویه دموکراسي له کړکیچ سره مخ کیدونکې ده چې د نړۍ د بې ثباتۍ لامل کیدلی شي.
نوموړې له امریکا غوښتلي دي چې د اروپایي اتحادیې په سیاست کې دې مداخله نه کوي.