د سوریې له خاورې په اسراییلو برید شوی

د اسراییلو پوځ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې د سوریې له خاورې د دوی تر ولکې لاندې د ګولان پر غونډیو راکټي بریدونه شوي دي.
سرچینې ویلي دي چې په دې پیښو کې چاته زیان نه دی اوښتی.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې د مصر له سینا څخه هم پر اسراییلو راکټي بریدونه شوي وو چې پړه یې داعش وسله والې ډلې پر غاړه اخیستې وه.
اسراییل وایي چې دا څووم ځل دی د سوریې له خاورې د ګولان پر سیمه بریدونه کیږي چې اسراییلو یې ځواب ورکړی دی.
دا سیمه هغه وخت اسراییلو اشغال کړه چې په ۱۹۶۷ کال کې د عربي اتفاق هیوادنو پر اسراییلو برید وکړ.