
د خیبر پښتونخوا د مومند ایجنسۍ د یوې سیاسي ادارې د دروازې مخکې په برید کې د درو تنو پاکستاني خاصو ځواکونو په ګډون ۵ تنه وژل شوي دي.
په دغه برید کې ۴ تنه ټپیان شوي دي چې نیږدې روغتون ته وړل شوي دي. ویل کیږي چې برید کوونکي په موټرسایکل سپاره وو چې یادې ادارې ته یې د ننوتلو کوښښ کاوه چې د پولیسو له خوا د ودریدلو امر ورته شوی و چې یو تن یې پر ځان پورې تړلو چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړې او بل تن یې پر پولیسو ډزې پیل کړي دي چې په مقابلو ډزو کې وژل شوی دی.
له پیښې وروسته پولیسو په سیمه کې د پلټنې عملیات پیل کړل چې د ترهګرو سره د همکارۍ په تور یې ۵ تنه وژلي دي.
له بلې خوا د پیښور په حیات اباد کې د قاضیانو په یوه موټر ځانمرګی برید شوی دی چې په پیښه کې د موټر چلوونکی وژل شوی دی او د څلورو قاضیانو په ګډون ۵ تنه ټپیان شوي دي چې په ټپیانو کې درې تنه ښځينه قاضیانې دي او روغتون ته وړل شوي دي.