
د بیان آزادي هغه خوږه کلمه او له مفهومه ډک لفظ دی چې په آوریدو یې ټپي زړونه روغ او ړندې سترګې د حق وینا او حقیقت ته د رسیدلو هیلې عملي احساسوي. د بیان آزادي هغه دی چې خپلې غوښتنې او د ټولنې ستونزې ، حق او حقوق په مشروع او قانوني چوکاټ کې تر نورو او د نظام د واکمنو تر غوږونو و رسول شي.
د بیان آزادي او افغاني تعبیر !
پوره ۱۵ کاله کیږي چې د بیان آزادی په نامه ۳۵ تصویري ،تر ۱۰۰ ډیر راډیو ګانې او سلوګه ورځپاڼې او نور خپرنیز موارد فعالیت کوي او د بیان پر آزادی ملنډو ته اړم دي، تر ټولو ګواښونکي او زړه بوګنوکي فعالیت په تلویزیونو او راډیو ګانو کې ترسره کیږي.
دادی یوازې د تلویزیونو او راډیو ګانو پر زهردوړونې او له اسلامي او افغاني ارزښتونو سره یې د دښمنی او ضدیت په اړه څو د زړه دردونه او نیوکې له ګرانو لوستونکو سره شریک کوم البته له سیاسي او نورو اړخونو پرته ، چې ان شا الله په نورو برخو کې به هم کار وکړم.
د بیان آزادۍ ترنامه لاندې د فحاشۍ، بد لمنۍ ، دین رټنه ، کفري دعوت ،تفرقه ، تعصب او پردي پالنه ، غلامي او قانون ماتونه او د ټولنې د بربادۍ لپاره راز راز پانګونې او مفعولې څېرې جذب او حیا ، عزت آبرو او شرافت قتل او داړلوته موظف شوي دي.
دغو رسنیو دیني او اسلامي ارزښتونه ختم کړي او پر خلاف یې د کفري او نور ادیانو د فرهنګونو پر خپراوۍ او دعوت اړم دي ، مزخرفې او بې محتوا ، د اسلامي عقایدو ضد سریالونه او ډرامې ، سندرې او ګډا ، ټوکې او سپکاوۍ فحش او نا سزا ویلو خپراوۍ ته په داسې قوت او تعهد مخه خلاصه ده چې ته وايي دوی قانوني اجرات او رسمي دولتي دندې سرته رسوي، که چیرې غواړۍ زما د خبرو عملي جوانب ملاحظه کړئ نو راډیو ګانوته شئ او خپلو غوږو باندې واورئ.
ورته بله بیلګه یې په تلویزیونوکې د سر په سرتګو ننداره کیږي، زه په ځغرده ویل شم چې د افغاني غوره دود او فرهنګ اخلاقي معیارونو پر خیټه چارګامه ګونډې وهل شوي دي ، سیکولاریزم او عیسویت ته لیوالتیا او د اسلامي عقایدو پر ځپلو سترې پانګونې او له دین څخه د خلکو دکرکې او نفرت پراختیا ته د لارو چارو خلاصولوته هڅې عملي اړخونه پیداکړي، د ګوتو په شمار تلویزیوني نشرات او چینلونه دي چې افغاني ارزښتونه او اسلامي خپرونې لري، باقی ټول د مفاسدومجامع دي او زهرجنې خپرونې او فعالیتونه د پردیو او مالي بهرني سرچینو په دستور خپروي.
د افغانستان اساسي قانون ۳۴مه ماده، د بیان د ازدۍ په اړه داسې صراحت لري چې دهرې فقرې بیاکتنه او شرح کول حتمي او ضروري اقدام ته اړتیا لري. :
لومړۍ فقره: د بیان آزادي له تیري څخه خوندي ده. ( دا فقره باید شرح شي چې په کومو حالاتو کې )
دوهمه فقره: هر افغان حق لري، چي خپل فکر د وینا، لیکني، انځور او یا نورو وسیلو له لاري، په دې اساسي قانون کي د راغلو حلکونو په رعایت، څرګند کړي. (د دې فقرې منطق او مفهوم په یقني ډول شرح کولو ته اړتیا لري)
دریمه فقره: هر افغان حق لري، چي د قانون له حکونو سره سم مطالب، بې له دې چي هغه مخکي له مخکي دولتي مقاماتو ته و ښیي، خپاره او نشر کړي. ( څارنه او تعقیب حتمي مورد دی چې له پامه په دې فقره کې وتلی )
څلورمه فقره: د مطبعو، راډیو او تلویزون د مطبوعاتو د خپرولو او د جمعي ارتباط په نورو وسایلو پوري مربوط حکمونه د قانون له لیاري تنظیمیږي ( کوم اصول او منابع باید د دې قانون بنسټ وپيژندل شي ، مهمه او برخلیکه ټاکونکې موضوع ده چې له پامه ایستل شوې )
نو په داسې یو تشه او کمبود کې د اساسي قانون د حکم تعدیل او بیا کتنه هم ضروري بلل کیږي او ګته یې عامه منفعت او ملي ارزښتونو په ساتنه کې موثره ده ، له بلې خوا په ګوته شوي موخې تفصیل نه به غیر واضح لید لوري نه لري او ګنګ اړه لري ، حکومت او اړونده چارو مشران په خپلو معاملو بوخت دي څوک پیاز او څوک ټماټر خر څوي بنیادي او اساسي چارې چې د افغاني ټولنې اساسي اړتیاوي دي له پامه پاتې دي او د منفي تجارت ، جوب ډکونې او فساد زنګ وهل شوي او ټول ورکې غرق دي.
د اطلاعاتو فرهنګ بې وزیره او په خوب ویده وزارت هم د میلمنو وزیرانو کوربه دی او بس ، اصلي مکلفیت او رسمي دندې ترې پاتې او مشران یې په خارجي سفرونو او کمپاینونو بوخت دي، د رسنیو څارنه اوکنټرول یې له واکه پاتې او هر څوک خپل سره درومي نه له خپرونو نه شبکو او نه هم د دې ټولو له رسنیز فعالیته خبر دي ، حتی باور لرم چې نه پوهیږي څو صوتي او او څو تصویري یاهم چاپي رسنۍ فعالیت کوي.
په دې ترتیب د رسنیو پر فعالیت او زهرجني خپرونې چې د افغانستان لپاره سرطاني لا علاجه دانې حیثیت غوره کړی د هیڅ دولتي ادارې یا څانګې توجه نشته ،تفرقه ،تعصب ، اخلاقي مفاسد او خپرونې ، دیني او عقیدتي افکارو تخریب، د نورو ادیانو د کلتور او کلچر ترویج، فحشا او بد لمنیو ملاتړ، بد سیرتي او اخلاقي ضد تشویقي خپرونې او دې ته ورته لسګونه نور زهرجنې بیروني او دستوري خپرونې په وارداتي ډول خپریږي چې په نیغه توګه دیوې بلې خونړۍ جنګي جبهې لاره خلاصوي.
موده اوږده شوه چې نه دیني عالمان ، نه ولسي او مشرانو جرګې او نه هم حکومتي اداري لااقل خپل غږ د دې سترې طوفانې خونړۍ آرامه تباه کونکې جګړې په اړه څه وايي او نه د خپلو مکلفیتونو په اړه عمل کوي.
لرې به نه وي چې د ناورین خونړی نوې څپه حرکت پیل کړي چې هغه مهال نه غربي ملاتړي او نه اروپايي ملګري به مو خلاص کړي ، اوسمهال د یو اسلامي هیواد پر دیني عقایدو او باورنو لوبه کول او د واک پر ګډۍ د پاتې کیدو کارې وسیلې په توګه پوره پوره هڅې مو جاري دي او ویده له دین او افغاني ارزښتونو ناپوه ولس هم لاسونه درته پړکوي ، مګر بې خبر له دې چې په لوی لاس د تباهۍ کندې وباسې او خپل اولادونه او د دې هیواد راتلونکي په کې غرقوي چې دغرقیدو عملي چارې هم پیل شوي دي .
رسنیز فعالیتونه د سرطاني دانې حیثیت پیداکړی او جدي درملني او ژغورنې ته اړتیا لري ، که څخه هم زه د بیان آزادی پر اصل او منطقي فعالیت او تعبیر ټینګار ترڅنګ ملاتړ هم کوم خو دا هم لازمي بولم چې هیواد تباهۍ ته روان دی او د رسنیو فعالیتونه جدي څارنې او منطقي ملي مبارزې او اصلاح ته عاجله اړتیا لري کني د زرګونه سیاسي او پوځي ناخوالو تر خوا د یوې بلې خونړۍ او خود جوشه جبهې وتل او رامنځته کیدل هم متصور دۍ چې د حاکم نظام د نیمګړي سیاسي حاکمیت لپاره لوی ګواښ بلل کیږي. د یو افغان ځوان مسلمان په توګه مې خپل ټولنیز او اسلامي مسولیت پر اساس موضوع ته ګوت نیونه وکړه ، او په دې اړه د هرډول مبارزې کلک هوډ لرم.
لیکوال: عبدالغفار کامیاب