
د نیویارک ټایمز یو خبریال چې د فبروري په ۱۲ مه یې په یوه رسمي غونډه کې د امریکې د لومړۍ میرمنې په اړه سپکې خبرې کړي وې د دې ورځپاڼې د مشر له لوري ورته ګوتڅنډنه شوې ده. او ویلي یې دي چې د نوموړي خبرې کاملا نامناسبې دي.
خبریال دا خبرې د سینګار په اړه په یوه غونډه کې کړي دي او میلاني ټرمپ یې د بدلمنې ښځې په نامه یاده کړې ده. نوموړې هغو اوازو ته اشاره کړې ده چې نوموړې په ۱۹۹۰کلونو کې د جنسي اړیکو د خدمتونو په برخه کې کار کړی دی.
ورځپاڼې په بیړه په دې اړه غبرګون ښودلی دی او څرګنده کړې یې ده چې دا خبرې حتی باید په شخصي ډول هم نه وای شوې، او له خبریال سره په دې اړه جدي خبرې شوي دي.