
اجمل روهي
ajmalrohi2@hotmail.de
وروستي څو کلونه زما لپاره د کړکيچونو او پېښو ډک کلونه ښکاري . نه يوازې زموږ په ګران هېواد بلکې په ټوله نړۍ کې زياتې پېښې کيږي . په دې کلونو کې نه يوازې سياسي ، ټولنيزي پېښې زياتې شوي بلکې ديو زيات شمېرطبيعي پېښو بيلګې هم وړاندې کيدی شي ، چې عاملين يې په خپله انسانان او بيا په ځانګړي توګه ځواکمن انسانان او دولتونه دي .
سره له دې ، چې ساينس او تخنيک په نه مهاريدونکي او حيرانونکي توګه پر مخ روان دي او بايد ، چې ورسره جوخت اقتصادي کړکيچونه او پېښې هم کمې شوي وای ليکن له بده مرغه داسې نه ده . انسان څومره ، چې له دغه نعمتونو ښه ګټه اخيستې دې ، همدومره ساينس او تخنيک يې ناوړه هم کارولی دی . که له يوې خوا انسان دسوله ييزې اټومي انرژۍ د توليدڅخه د برېښنا تر ﻻسه کولو علم زده کړی ، د بلې خوا يې بيا اټومي بمونه هم جوړ کړي او د جاپان د هيروشيما او نګاسکي ښارونو تباهي يې ښې بېلګې دي .
د جمهور رييس حامدکرزي د لوړې مراسمو زما لپاره يوه عجيبه ننداره وه . د افغانستان لپاره دلويديځ د دموکراسۍ ډالۍ _ (کرزي ) تر څنګ دوه مرستيال جنګساﻻران ، نوموړی (کرزی ) هغه افسانوي انسان ، چې په ښي او کيڼ مټ يې ماران درلودل ، انځور زما په ذهن کې تداعي کولو . له ځانه مې پوښتل ، چې دا دومره ميليونه ډالره لګښت يوازې د همدې ترکيب د جوړښت په موخه لګول شوي !؟ او بيا دا نوي کابينه ، چې هېڅ ډول ښه معيار ته نه برابريږي !!! آيا موږ د افغانستان د مشکل په حل نه پوهيږو او که دغه لويديځوال ؟؟؟
نه فکر کوم موږ ټول په دې پوهيږو ، چې د جګړې د ختمولو او سولې ﻻرې چارې څه دي !!! خو دا چې ولې دا جګړه پای ته نه رسيږي او ولې له داسې ميتودنو کار اخستل کيږي ، چې په سيمه کې د جګړې د اور لمن نوره هم پراخوي .دا پوښتنې به د زياتو نورو هېوادوالو په ذهنونو کې هم راټوکيدلي وي ، چې زموږ په ګران هېواد افغانستان کې ، زبرځواکونو څه ليدلي چې ټول غواړي هرو مرو دغه هېواد اشغال کړي او ولې د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته پروت قوم په دومره بې رحمانه توګه وژل کيږي ؟؟؟
د افغانستان غميزې او نورو نړيوالو پېښو او کړکيچونو د شننې لپاره به له يوې بلې زاويې څخه کتنه وکړو او "د دسيسې تيوري " په هکله د مالوتو په وړاندې کولو سره به دځوابونو د څرک لګولو هڅه وکړو .
د دسيسې تيوري Conspiracy theory _ د پېښو او حاﻻتو د روښانه کولو لپاره يوه داسې هڅه ده ، چې د هغې په مرسته د پېښو او رامنځته شويو حاﻻتو لاملونو توطئه او دسيسه بلل کيږي . د دغه دسيسو تر شا د پټو او مرموزو ډلو ټپلو او يا هم د زبرځواکونو ﻻسونه ښودل کيږي .
ځينې نور بيا د دسيسې تيوري داسې تعريفوي : د سياسي ، ټولنيزو او اقتصادي پېښو په ظاهري شکل باندې باور نه درلودل او د هرې پېښې لپاره د ﻻملونو موجوديت .
په ټوليزه توګه د دسيسې تيورۍ پلويان په دې اند دي ، چې د ټولو مهمو پېښو او بدلونونو شاته ځواکمنې هوښيارې او چاﻻکه ډلې، چې سياسي ، پوځي ، اقتصادي او نور امکانات لري پټې دي .
دې ته بايد پاملرنه وشي ، چې د دسيسې تيوري په منفي مانا کارول کيږي او له هغو فعاليتونو سره يې بايد توپير وشي ، چې د ښو موخو لپاره په پټه تر سره کيږي يا په بل عبارت پټه مبارزه .
د دسيسې تيوري د رامنځته کيدو او تاريخ په هکله به لږه رڼا واچوو او د ښه پوهاوي لپاره راځئ ، چې د امريکا د پخواني جمهور رييس " تيودر روزولټ " څرګندونو ته ځير شو ، چې ويلي يې وو : "په ټولو وختونو کې ، او نن ورځ تر پخوا هر وخت زياتره ، دنړۍ ﻻرښوونه د پټو ټولنو له خوا تر سره کيږي " . " په سياست کې هېڅ هم تصادفي نه پېښيږي . که چېرې څه پېښ شول ، نو بويه چې داسې پتيل شوې وه " .
امريکايي خپرونکی د انګريزي ځانګړو عملياتو پخواني چاوراکی "جون کولېمن " په خپل کتاب „ د300 کميټه .د نړيوال حکومت رازونه „ کې په دې ټينګار کوي ، چې په نړۍ کې ځواکمن پټ سازمان موجود دی ، چې په هغه کې د امريکا ، بريتانيا او ځينو نورو ځواکمنو هېوادونو نجيب (!) او نخبه خلک شامل دي او د دوی موخه دا ده ، چې د ځمکې اوسنی نفوس يو ميليارد ته راټيټ کړي ، ځکه په ځمکه کې د انرژي او نورو معدنونو زيرمې مخ په خلاصيدو دي .
د دسيسې د تيورۍ د رامنځته کيدو يو بنسټيز ﻻمل پټوالی او رمز دی او له پخوا زمانو راهيسې هرکله ، چې پټې ټولنې او ډلې ټپلې رامنځته شوي ، له هغه سره سم د پېښو په تصادفي رامنځته کيدو کې د شک او نه باور تيوري هم رامنځته شوه . تر څو چې داسې څارګرې ادارې لکه "سي ای اې "، "کې جي بي " ، "ای اس ای " او نور ... موجود وي تل به دا شکونه هم موجود وي . له دې سره داسې نظر هم شته ، چې دغه تيوري سايکالوجيکي ﻻملونه هم لري .
د دسيسې شکلونه ښايي راز راز وي لکه اقتصادي دسيسې، د مولدينو دسيسې ، کمپيوټري دسيسې ، د بانکونو دسيسې ، دتيلو شرکتونو دسيسې ، د يهودو دسيسې او داسې نور .
نن سبا دا خبره څوک په اسانه نه مني ، چې پر عراق باندې يرغل له دې امله و ، چې هلته اټومي وسلې جوړيدې ځکه په دې هکله کوم ثبوت وړاندې نشو او دا هم څوک نه مني ، چې د دومره ميلياردونو ډالرو لګښت څخه موخه يوازې دا وه ، چې د يوه ديکتاتور (صدام حسين ) حکومت نسکور شي ، ځکه په نړۍ کې زيات ډيکتارتور رژيمونه شته .
د سپټمبر 11 مې نېټې پېښه د هغو پېښو څخه ده ، چې د دسيسې تيورۍ پورې اړونده بلل کيږي .
راځئ مخکې تر دې ، چې په دې هکله قضاوت وکړو ، چې رېښتيا هم په سياست کې تصادفي پېښې شته او که نه د ځينو نامتو پېښو يادونه هم وکړو ، چې د دسيسې تيورۍ سره يې تړاو ښودل کيږي :
_ د امريکا لخواسپوږمۍ (مياشت ) ته د انسان ليږل يوه مصنوعي اود ناسا او حکومت لخوا په امريکايي سينمايي سټوډيو کې جوړه شوې صحنه بلل کيږي . هغه مهال په مياشت کې د انسان راکوزيدل او بيا د امريکا بيرغ نصبيدل ټول ساختګي بلل شوي . امريکايي ليکوال "بېل کيسنګ" په خپل کتاب „ موږ هېڅ کله سپوږمې ته نه وو تللي „ We Never Went to the Moon په دې هکله قوي دﻻيل وړاندې کړي .
په ياد شوي فلم کې ښودل کيږي ، چې څنګه په سپوږمۍ کې د امريکا بيرغ په رپيدو دی . خو همدغه رپيدل د ليکوال شک راپارولی او وايي ، څرنګه چې په سپوږمۍ کې هوا وجود نلري نو باد له کومه شو ؟ نوموړی همداراز وايي ، چې په اخستل شوي عکسونو کې په شاليد کې ستوري نه ليدل کيږي ، چې دا بايد موجود وای او له بله پلوه دفلم اخستل له دې امله ناممکن و ، چې په سپوږمې کې د ورځې په رڼا کې تودوخه دومره زياته وي ، چې فلمونه بايد ټول ياسوځيدلی وای يا ويلې شوي وای او داسې نور دﻻيل ! د دسيسې تيورۍ پر بنسټ دا صحنه د دې لپاره جوړه شوي وه ، چې امريکاغوښتل ځان ته حيثيت او پرستيژ وګټي او سپوږمۍ ته د شوروي اتحاد پروګرام شاته وغورځوي . امريکا په فضايي سياليو کې ترشوروي اتحاد شاته پاتې وه او دوی غوښتل شوروي ته وښيي ، چې دوی هم په دې برخه کې ځواکمن دي ؛
_ د HIV ويروس ته د "سي ای اې " په ﻻبراتوارونو کې وده ورکړل شوې اود افرو امريکايانو او ځينو نورو لږکيو د له منځه وړلو په موخه جوړ شوی ؛
_ د امريکا جمهور رئيس جان اف . کينډي د " سي ای اې " يا مافيا او يا هم حکومتي چارواکو لخوا وژل شوی دی خو ويل کيږي ، چې په دې هکله سم مالومات يوازې د ("J.F.K.") فلم رېژيسور اوليور سټون لري Oliver Stone؛
_ شهزادګۍليډي ديانا د انګلستان د شاهي کورنۍ لخوا وژل شوې ، ځکه چې هغې غوښتل له يوه مصري سوداګر سره واده وکړي او اميدواره وه . شهزادګۍ ديانا د بريتانيا د شاهي کورنۍ دودنه مات کړي وو او د دوی لپاره د سترګې اغزی ګرځيدلی و؛
داسې انګيرنې شته ، چې کمپيوټري ويروسونو په خپله د کمپيوټري پروګرامونو جوړونکو شرکتونو لخوا جوړيږي او له دې امله په ميلياردونو ډالره ګټه تر ﻻسه کوي . له يوې خوا د انټي ويروس پروګرامونه خرڅوي او له بلې خوا خلک دې ته اړ کوي ، چې نوي پروګرامونه او کمپيوټرونه راونيسي .د بانکونو بانکروډ کيدل او نور اقتصادي کړکيچونه هم مصنوعي بلل شوي او داسې نور .
د دسيسې تيورۍ ته ډېرې زياتې پېښې نسبت ورکول کيږي ، چې په ځينې کې يې خبره افراط او خرافاتو ته هم رسيږي ليکن زما په اند زموږ افغانانو لپاره به هغه پېښې ډېرې په زړه پورې وي ، چې زموږ برخليک سره تړلي بلل کيږي .
د دسيسو او توطئو خبرې زموږ د شنونکو ، کارپوهانو او حتی عوامو په خبرو کې اوريدل کيږي . يو زيات شمېر خلک اوس هم په مجلسونو کې دا خبره مطرح کوي ، چې انګريز زموږ تاريخي دښمن دی او غواړي دا غچ له موږ نه واخلي چې دوی ته مو څو ځلې تاريخي ماتې ورکړي وې او دا افغانان وو ، چې د دوی غرور يې په نړۍ کې مات کړی . زموږ ځينې افغانان هم په دې هکله لږ افراط کوي او هرې پېښه کې ،که د کلي او سيمې په کچه هم وي په هغه کې د انګريزانو ﻻس ويني .
د دغو خبرو د سموالي او ناسموالي په هکله مطلق حکم کول مشکل دي لېکن د بريتانيا د پخواني لومړي وزير چرچېل دا خبره مې په ذهن کې وګرځيده چې ويلي يې وو: „ موږ داييمي دوستان او داييمي دښمنان نه لرو خو موږ داييمي ګټې لرو „ .
بې له شکه د افغانستان په تاريخ کې انګريزانو د دسيسو او فتنو په جوړولو کې تر هر چا زيات پخوانی ريکارډ درلود خو له بله پلوه يې د همدغو افغانانو له ﻻسه نه تصور کيدونکې ماتې هم خوړلي .
له انګريزانو او روسانو که تير شو او د افغانستان اوسنۍ غميزې ته په کتنې سره ، ځينو پېښو او ﻻملونو ته ځېر شو غوره به وي .
_ د سپټمر 11 مې نېټې پېښه د افغانستان له برخليک سره يوه نړيواله غوټه شوې پېښه ده . د سپټمبر د 11 مې پېښې په هکله هم ډېرداسې ﻻسوندونه او دﻻيل په ګوته شوي او کتابونه ورباندې ليکل شوي ، چې د پېښې د رښتينوالی له جدي چېلنج سره مخامخ کوي . داسې نظريې وړاندې شوي ، چې د امريکا په نيويارک ښار کې د نړيوال تجارتي مرکز پر ودانيو باندې د الوتکو دلګيدو سره سم ، د ودانيو له دننه نه هم چاودنې کيږي او له بلې خوا د امريکا هوايي ځواکونو ، چې د هېواد دننه په اتو دقيقو کې کولی شي هوايي موخې ته ځان ورورسوي په دې ورځ تراتيا دقيقو وروسته غبرګون ښيي او زيات شمېر نور دﻻيل چې ځانګړی کتاب پرې ليکل کيدی شي .
په دې وروستيو کې مې د اسامه بن ﻻدن د مرګ په هکله هم يو په زړه پورې خبر ولوست:
"متقاعد امريکايي ډګرمن ( پاپ باباس ) دخپل ډول ځانګړي معلومات رابرسيره کړل او شنونکو دا چاودنه وبلله نوموړي ډګرمن جورج بوش ګرم وباله ، چې دبن لادن د وژنې خبر ېې پټ کړ او CIA هم له دې امله ګرمه ده ، چې د بن لادن په ژبه او ادرس ېې پيغامونه او اعترافات جوړ کړې دي .
ډګرمن پاپ وايي : دالقاعدې مشر بن لادن 8 کاله وړاندې پر افغانستان دامريکا دبريد پر مهال په 2001 ز کې پر تورې بوړې دهوايي بريد پر مهال وژل شوی دی . متحده ايالاتو ځکه دبن لادن دمړينې خبر پټ ساتلی ، چې په منځني ختيځ کې دخپلو جګړو لپاره جواز ومومي . "
دا خو اوس له هېڅ چا نه پټه نه ده ، چې نن سبا په افغانستان کې يو زيات شمېر هېوادونو خپل پوځي ځواکونه ځای پر ځای کړي او د پنځوسو شاو خوا هېوادونو څارګرې ادارې فعالې دي . په دې هېواد کې هر ورځ ملکي خلک وژل کيږي ، مافيايي حکومت پياوړی کيږي ، د مخدره توکو توليدات زياتيږي او د نړۍ د اداري فساد په جدول کې يوازې تر سوماليا مخکې افغانستان ځای لري او داسې نور ډېر مصيبتونه .
له بده مرغه نن ورځ واقعيتونه داسې دي ، چې د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته هره ورځ په سلګونو پښتانه وژل کيږي . نه يوازې له فزيکي پلوه له منځه وړل کيږي بلکې له معنوي پلوه يې هم له منځه وړي . د دغه کرښې دواړه غاړو ته يوازې د پښتنو په سيمو کې ښوونځي او روغتونونه سوځول کيږي . يوه ښه بيلګه يې د غزني په وﻻيت کې دوه څنګ په څنګ ولسواليو کې ، چې په يوه کې پښتانه او په بل کې يې هزارګان اوسيږي او ديو بل دکلي دجوماتونو اذانونه اوري ، د حکومت او مخالفينو لخوا له يو ډول چلند سره مخ نه دي . د پښتنو په سيمه کې د هلکانو ښوونځي سوځول کيږي او د هزارګانو په سيمه کې د نجونو لپاره ليسې جوړيږي او څوک ورسره کار نه لري . ګران لوستونکي داسې ونه انګيرې ، چې ګنې زه د هزارګانو يا کوم بل قوم په سيمه کې د ښوونځيو په جوړولو باندې خواشينی يم . زما موخه د واقعيتونو بيانول دي او د حکومت دنده هم دا ده ، چې په ټول افغانستان کې ديو متناسب او عادﻻنه پرمختګ لپاره کار وکړي .
يو بل تريخ واقعيت هم دا دی ، چې د بهرنيو د ﻻسوهنو له امله د افغانستان د قومونو تر منځ هغه پخوانی يووالی موجود نه دی . که په فلسطين کې څوک وژل کيږي په هرات او کابل کې ﻻريونونه کيږي خو که چېرې د افغانستان په هسکه مېنه ، شاوليکوټ ، کونړ ، خوست او نورو پښتنو سيمې کې د بهرنيانو په بمباريو کې په سلګونو ملکي خلک وژل کيږي ، بيا نور قومونه ﻻريون نه کوي .
نن سبا په افغانستان او پاکستان کې ، چې کوم سياست روان دی هغه ته د پښتنون قوم پر ضد د دسيسې تيوري ويلی شو .
زما په اند داسې انګيرل به هم سم نه وي ، چې ووايو دا دومره هېوادنو د دې لپاره په افغانستان او سيمه کې ميلياردنو ډالره لګښتونه کوي ، چې يوازې پښتانه له منځه يوسي ځکه چې دوی د انګريزانو تاريخي دښمنان وو .
په اوسنۍ نړۍ کې ټولې هڅې اقتصادي او ستراتيژيکي بنسټ لري او هغه هېواد به تر ټولو پياوړی وي ، چې د انرژۍ سرچينې يې په ﻻس کې وي . په منځنۍ اسيا کې د تيلو او ګازو زيرمې د نړۍ تر ټولو لويې زيرمې ګڼل کيږي . له بل پلوه افغانستان داسې يو هېواد دی ، چې د امريکا د درې لويو دښمنانانو او سيالو سره پوله لري . دغه هېوادنو چين ، د پخواني شوروي ځای ناستی روسيه او ايران دي . که څه هم روسيه نيغ په نيغه له افغانستان سره پوله نه لري خو تاجکستان ، ازبکستان او ترکمنستان يې اوس هم د مستعمرې حيثيت لري . دا به هم د منلو وړ نه ده ، چې دا دومره هېوادونو افغانستان کې د دې لپاره خپل ځواکونو ځای پر ځای کړي ، چې په افغانستان کې دموکراسي راولي او يا هم د ترهګرۍ سره مبارزه وکړي . د ترهګرو لويې فابريکې په پاکستان کې دي ، په علت باندې بريد نه کيږي او پر معلول باندې بريد تر سره کيږي . پښتو متل دی : چې پيشو د خدای لپاره موږک نه نيسي !
دا چې ولې پښتانه په سيمه کې ډېر وژل کيږي ډېرﻻملونه لري ، چې ځينې يې زما له انده په دې ډول دي :
يو ﻻمل يې دا دی ، چې پښتون قوم ډېر آزادي خوښونکی قوم دی او په سيمه کې د امريکا او متحدينو د پروګرامونو خنډ ګرځي او له بلې خوا د بهرنيو ځارګرو ادارې سره زياتره ، د پښتنو ضد کړۍ کار کوي او هغوی د ناسمو رپوټونو په ورکولو سره ډېر پښتانه يا وژلي او يا هم بنديان کړي . بل ﻻمل دا دی ، چې د افغانستان اکثريت قوم پښتون دی او د دغه هېواد يووالي غواړي او له بله پلوه ، بهرني ځواکونه تل خپلو موخو ته د رسيدلو لپاره د اقليتونو څخه کار اخيستی . يو بل ډېر لوی خنډ د پښتنو په ژوند کې د قبيلوي سيستم موجوديت دی ، چې د دوی د پرمختګ خنډ دی او معاصر ژوند ته نشي داخليدلی ، پښتانه له لرغوني زمانې په کليو او بانډو کې اوسيدلي او ښاري ژوند يې نه درلود او د ورځنيو سياستونو سره ژر ځانونه نشي عيارولی . "
ژان ويوليس " وايي : سياست د شطرنج د لوبې په شان دی ، چا چې دا لوبه زده نه وي هغه يې بايلي ! او د پښتنو په هکله خو دا خبره مشهوره ده ، چې وايي : پښتانه يې په توره ګټي خو په سياست يې بايلي !
د پښتنون قوم پر ضد د دسيسې تيوري ، خو نه يوازې د امريکا او نورو لويديځوالو لخوا ليدل کيږي بلکې زموږ ګاونډي هېوادنو هم په دې پروسه کې ښه فعال لوبغاړي دي .
له يوې خوا ايراني اخوندي حکومت د پارسي ژبې تر شعار ﻻندې ، په سيمه کې خپل کلتوري يرغل پيل کړی . د " سه کشور فارسي زبان " تر شعار ﻻندې غواړي ، تلويزيون ، بانک ، سياسي غونډې او .... داسې نورې پروژې رامخته کړي او دا هر څه د دغو هېوادنو د نورو قومونو د ﻻندې کولو او تر کلتوري ښکيلاک ﻻندې راوستلو په قيمت . که موږ د افغانستان ، ايران او تاجکستان اتنيکي جوړښت ته زير شو ، نو يو هېواد هم خالص پارسي ژبی هېواد نه دی ، که معيار د اکثريت قوم پر بنسټ وي نو بيا افغانستان خو پښتو ژبی هېواد دی . ايران هڅه کوي ، له دوو ﻻرو څخه په افغانستان کې خپل نفوذ پياوړی کړي ، له ستمي ، خراساني او افغانستاني ډلو سره د پارسي ژبې تر شعار ﻻندې او له شيعه ډلو سره بيا د مذهب پر بنسټ معاملې کوي .
زموږ يو بل ګاونډی ، چې تل يې د افغانستان د زوال او له منځه وړلو لپاره نه ستړيدونکي هلې ځلې کړي او کوي هغه پاکستان دی . که څه هم په دغه هېواد کې پښتانه دوهم لوی قوم دی خو دوی بيا هم هېڅ کله د افغانستان له بربادۍ څخه ﻻس نه دی اخيستی . پاکستان افغانستان ته تل د دوښمن په سترګه کتلي او د نواز شريف د ا خبرې يې ښه بېلګه ده ، چې په افتخار سره يې ويل : ما د افغانستان اردو له منځه يوړه !
افغانستان داسې يو هېواد دی ، چې اقليتونو په کې راټول شوي او يو هېواد يې رامنځته کړئ . که تاجکان دي ، همژبي خلک يې په ايران او تاجکستان کې دي او په همدې توګه ازبکان او ترکمنان او دوی ټول ښه پياوړي حاميان لري . خو د پښتنو دا بد مرغي ده ، چې هغه پښتانه ، چې په پښتونخوا او نورو قباييلي سيمو کې اوسيږي ، له علم او زده کړو نه ليرې ساتل شوي او د پنجابي حکومت لخوا په قصدي توګه وروسته پاتې ساتل شوي او دوی په خپله مظلوم دي او په افغانستان کې پښتنو سره هېڅ ډول مرسته نشي کولی .
له همدې امله تصادفي نه ده ، چې په افغانستان او د پولې بلې غاړې ته يوازې د پښتنو ښوونځي ، کلينکونه او نور عام المنفعه بنسټونو سوځول کيږي او ويجاړيږي . د ښوونځيو سوځولو چار القاعده پورې اړونده نه ده ، ځکه القاعده په عراق ، يمن او نورو افريقايي هېوادنو کې هم فعاليت کوي او هلته د ښوونځيو سوځولو پېښې نه ليدل کيږي .
د ښوونځيو سوځول د افغاني طالبانو کار هم نه دی . د جرمني يو هيومنست ليکوال " يورګېن تودن هوفر" Jürgen Todenhöfer، چې افغانستان ته يې سفر کړی او له طالبانو سره يې هم ليدنه کتنه شوې د ښوونځيو د سوځيدو په هکله پلټنې کړي وايي : طالبانو څو ډلې دي ، چې افغاني طالبان د ښوونځي او تعليم سره مخالفت نلري يوازې د هلکانو او نجونو د جلا زده کړو باندې ټينګار کوي . دی زياتوي ، چې د ښوونځيو او نورو عام المنفعه بنسټونو له منځه وړل د امريکايي او ای اسی ای پورې اړوندو طالبانو کار دی . که چېرې دا خبره ريښتيا وي ، نو افغاني طالبانو ته په کار ده ، چې د ښوونځيو پر سوځولو باندې نيوکې وکړي او عاملين يې په هغه سيمو کې ، چې طالبان واکمن دي په سزا ورسوي او که نه دوی هم په دې مسؤليت کې شريک بلل کيدی شي .
قدرمنو لوستونکو ! دا به زما نيکمرغي وي که په دې توانيدلی وم ، چې تر دې ځايه مو زما ليکنه لوستي وي، ځکه نن سبا څوک دومره د اوږدو ليکنو د لوستلو حوصله او وخت نلري ! خو د موضوع د اهميت له کبله په دې ونه توانيدم ، چې ليکنه ترې دې لنډه راونغاړم .که تر دې ځايه رارسيدلي ياست نو هيله ده ، چې داڅوکرښې نورې هم ولولئ .
په داسې يوه لويه غميزه کې ، چې د افغانستان په تاريخ کې يې ساری نه ليدل کيږي او په دومره کړکيچنه او ناڅرګنده فضا کې ، د مظلوم او ټپي ملت او خلکو سترګې بيا هم يوازې روښانفکرو او هېواد دوستو عناصرو ته اوړي . که څه هم د روښانفکرانو يوه زياته برخه په هېواد کې نن د بهرنيانو په شات وزمه زهري معاشونو داسې روږدي شوي لکه څوک چې په مخدره توکيو روږدی شي خو بيا هم په کافي اندازه پوتانشيال موجود دی .( البته زما موخه دا نه ده ، چې هغه روښانفکران ملامته کړم ، چې د ناچارۍ او غريبۍ له امله د دندې تر سره کولو ته اړ دي خو خپلې موخې او ژمنې يې نه دي هېرې کړي . زما مطلب هغه کسان دي ، چې د امتيازاتو په ترﻻسه کولو سره خپله ﻻره پرېښودلې . )
له دې ټولو مسايلو او خنډونو سره سره ، موږ بايد دا خبره ځانته د منلو وړ ونه ګرځوو ، چې موږ هېڅ هم نشو کولی ! حضرت عمر( رض) وايي : پر ځان باور د نيکمرغۍ د تادو لومړۍ خښته ده . او دا د نيکمرغۍ خبره ده ، چې اوس هم په دې هېواد کې په هېواد مين روښانفکران او پوهان شته .
زما په اند د دې ټولو دسيسو د مخنيوي اودغميزې د پای ته رسولو او مشکلاتو د حل لپاره يوه کونجي (کلي ) شته .دغه کيلي _ د يوه داسې فعال سياسي بنسټ او ځواک رامنځته کول دي ، چې په سر کې يې پر هېواد مين داسې روڼ اندي اشخاص د ﻻرښوونې دنده پره غاړه واخلي ، چې يوازې ارزښتونو ته ژمن وي او د مادي ګټو او څوکيو په لپاره پر ارزښتونو معاملې ونکړي !!!
په همدې هيله
17.01.2010 ز کال
اخځليکونه :
_ ويکيپېډيا په جرمني روسي او انګريزي ژبو ؛
_ د روهي ويب پاڼه خبرونو برخه http://www.rohi.af/khabar.php?id=11711 ؛
_ په انټرنېټ کې راز رازنورې پاڼې او خبرونه .
_Die 21 besten Verschwörungstheorien
http://www.uni-muenster.de/PeaCon/conspiracy/taz-21c-theories.htm
_ ژورې خبرې ، ميرزاعلم حميدي .