امریکا ختیځې اروپا ته نور سلګونه سرتیري لیږلي

امریکا ویلي دي چې د په ختیځه اروپا کې د ناټو سازمان د غړو هیوادونو د امنیت ساتلو لپاره یې ۵۰۰ نور ځواکونه په رومانیا کې د تورې بحیرې سرحد ته لیږلي دي.
دغه ځواکونه په ټانکونو او نورو پرمختللو وسایلو سمبال دي.
په رومانیا کې د امریکا سفارت ویلي دي چې دا ځواکونه به د میهایل کوجالنیشو په هوایي اډه کې دیره وي.
کله چې په ۲۰۱۴ کې روسیې کریمیا د خپلې خاورې برخه وګرځوله په ختیځه اروپا کې د ناټو ځواکونو شمیر زیات شو تر څو غړي هیوادونه یې د روسیې له خوا د کوم خطر احساس ونه کړي.
د امریکې ولسمشر ډونالډ ټرامپ ویلي وو چې حکومت به یې د ناټو سازمان ملاتړی وي.