
ليک :ګوره چې هېرمې نه کړې
ليکوال:محمدواصل وصال
ګوره چې هېرمې نه کړې
کابو څلورپسرليه وړاندې مې دنا اشناى په عالم کې له هغه سره ليده کاته وشو له يو اوبل سره مو په داسې مينه ستړي مشي وکړه چې ګوندې له يواوبل سره له پخوانه پېژنوښکلې څېره چې دمينې اومحبت جلوې پکې په روښانه ډول په ځلېدووې په شونډويې نرۍ مسکاڅپې وهلې اوتر هرڅه زېات دهغه له خولې نه دهغو خبرو ماته يو بيل خوند راکولو او په زړه مې دهغه سره ددوستى ډېوې په بلېدو شوې او له هغه سره مې دمينې اودوستى نرى تار په لومړي ځل جوړشو .خوخوښ په دې وم چې زه اوهغه دواړه د يوټولګي او دادب دبڼ بلبلان وو.زماد ښونځي له دورې نه دا عادت ووچې په ټولګي کې به په مخکني قطارکښېناستم کله چې په پوهنتون کې د لومړي ځل لپاره په خپل ټولګي کې ګام کيښود نو دلته مې هم په لومړي قطار کې ځان لپاره ځاى په نښه کړ اوبيا به هره ورځ هم هلته کښيناستم خو د تسل بيا بل شان مزاج وو په اوايلو کې به راغى او دټولګي په منځينو چوکيو به يې ځان ته ځاى نيوودلومړي ټولګي په لومړي سمستر کې ټول ټوليګوال يو بل ته ناشناوو او ديو بل د پوهې کچه مو هو معلومه نه وه.خو له نيکه مرغه بايد ووايم چې زمونږ ډېرى ټولګيوال دښه استعداد خاوندان وو اوهر يوه په لومړي ټولګي کې د اول نومره کېدو هلې ځلې کولې خو داخبره تر هغې نامعلومه وه چې د لومړي سمستر ازموينې پيل شوې او په ښه شان سره پاى ته ورسېدې او هغه وخت راورسېد چې د ټولګي اول نومره او دوهم نومره معلوم شي چې له نيکه بخته کله مو د حا ضرۍ پاڼې راواړولې زما هغه ملګرى چې زما په زړه کې ځاى کړى وو يعني تسل اول نومره او زه سباوون د ټولګي دوهم نومره شوم.او پس له دغې ورځې مو دانډيوالى مراندې لا غښتلې شوې او يواوبل تو مو په مينه لاسونه اودکاميابۍ مبارکي وويلې .او سره خواږه ياران شو اوهمېش به بيا په پوهنځي او له پوهنځي دباندې په ګډه ګرځېدو اوتل به زما اودهغه ترمنځ ادبي او علمي بحثونه روان وواوان تر دې چې په ټولګي کې به هم يو او بل سره لګيا وو يو ه ورځ زه او هغه په بحث کې دومره ژورتللي ووچې استاد ټولګي راننوتى واوپه درس يې پيل کړ ى وو اوزه اوتسل پخپل بحث کې بوخت وو چې استاد ناڅاپه غږکړ چې بس کړى نور خوارخونده ګانو چېرته چې وينم تاسې دواړه ديو اوبل سره بوخت يي اوستاسې خبرې نه ختمېږي نو پوهېږم چې څه خبره ده .خو دابايد ووايم چې زما اودهغه خبرې هغه دچا خبره په هواکې باد پيمانه کول نه وو بلکه ډير ګټور وو چې زمونږددواړو زهنونوته يې پراختياورکړه مااو هغه به اکثراوخت يواوبل ته خپلې ليکنې اوشعرونه اورول اوبيابه مو پرې خبرې کولې اواصلاحات به موپکې راوستل اودابايد ووايم چې دادهم هغه خبرواوبحثونو برکت دى چې اوس قلم راواخلم اويو څه وليکم اونورو ته يې وړاندې کړم .
هو اوس نو هغه ورځ هم په نږدې کيدو ده چې زه او تسل يو له بيل اوهغه بېرته دخپل مزل په لورراهي شي يعني له فراغت وروسته هغه خپل ولايت وردګ اوزه هم پخپل ولايت ښکلي ولايت چېرته چې مو په ګده څلور کاله په ګډه زده کړې وکړې پرته له هغه پاتې شم اوخپل خوږملګرى تسل رخصت کړم .خو زما اودهغه دوستي نه شلېدونکي ده او اوس کولاى شو چې د انټرنيټ په مټ ديو اوبل لکېنې اوشعرونه وګورو او ولولو .او خپله انډيوالي تاند وساتو .
په پاى کې هغه ته وايم
ګوره چې هېر مې نه کړې
www.wasil.blogfa.com