په بد مرض چې څوک اخته شي علاج نه شته
بې له درده د چا ژوند په دونیا نه شته
له آدمه تر اخېره ټول پکې ښکیل دي
بې له رنجه بې له درده دونیا نه شته
که ته غواړې چې له ستونزو مبراء شې
داسې ژوند په بې وفا دونیا کې نه شته
محبت د دې دونیا هسې فریب ده
چاچې غوښته دا دونیا هغه نه شته
که هر څومره دا دونیا په غیږ کې نیسې
بې وفا ده ، د وفا څه پکې نه شته
د بې وفا سره یاري لوی ستم ده
په ستم کې همیش درد وي خندا نه شته
عجیبه ده زموږ مینه ای دوستانو
ځان په غم کې کړو راګیر عبرت نه شته
خدای د وکړي چې ټول په فکر راشو
د بازمحمد مینه کې وفا ده دوکه نه شته
وروستي