عراقي ځواکونو د داعش ډلې د مشر البغدادي په ګډون د دې ډلې د مشرانو په یوه غونډه بمباري کړې

عراقي سرچینو خبر ورکړی دي چې د سوریې او عراق پر پوله د دغه هیواد اړوند عبیده په سیمه کې د داعش د مشرانو مهمه غونډه چې د دغه ډلې مشر ابوبکر البغدادي هم پکې و د عراقي ځواکونو له خوا بمباري شوې ده چې ۱۳ تنه داعش لوړپوړي چارواکي پکې وژل شوي دي.
په خبرپاڼې کې ویل شوي دي چې د عراق استخباراتو د خبر له مخې البغدادي د سوریې د الرقه ښار څخه د عراق الانبار ولایت اړوند د قایم ولسوالۍ د عبیده سیمې ته راغلی و تر څو په هغه مهمه غونډه کې چې د دغې ډلې د مشرانو له خوا تر سره کیده ګډون وکړي چې د عراقي هوایي ځواکونو له خوا په نښه شول.
په وژل شوو کې د دغې ډلې مهم امنیتي مسوولین لکه: ابوجنت الراوي، ابوعیشي عراقي او نور وژل شوي دي، خو د البغدادي په اړه کره مالومات په لاس کې نشته.