قربانعلي بیردي محمدوف د بیا ځل لپاره د ترکمنستان ولسمشر وټاکل شو

د شمال لویدیځ ګاونډي هیواد ترکمنستان په ټاکنو کې د دغه هیواد برحال ولسمشر د بیا ځل لپاره د ۹۸ سلنه رایو په لاسته رواړلو بیرته د ولسمشر په توګه وټاکل شو.
نوموړی د پخواني ولسمشر صفر مراد نیازوف له مړینې وروسته د ده ځایناستی شو چې له ۲۰۰۶ کال څخه را په دیخوا د ۱۱ کلونو لپاره د غه هیواد ولسمشر و او اوس یو ځل بیا د ۷ کلونو لپاره د ترکمنستان ولسمشر وټاکل شو.
په دغو ټاکنو کې پر ده سربیره ۸ تنو نورو ګډون کړی و چې ۱۵۱ تنو نړیوالو او کورنیو ناظرینو ترې نظارت کاوه.