
مسکو غواړي چې د طالبانو د ډلبندۍ له لارې دغه ډله په لنډ مهال کې د داعش پر ضد جګړه کې وکاروي او په اوږده مهال کې یې د سولې د خبرو له لارې د افغانستان په سیاسي بهیر کې ورګډه کړي.(کیټهون څېړنیز مرکز)
روسیه هڅه کوی چې په سیاسي ډګر او بهرني سیاست کې د امریکا له پاشلي وضعیت څخه په استفادې د افغان ستونزې د مدیریت لپاره هم د جګړې په ډګر او هم په سیاسي ډګر کې مخکښ رول ولوبوي.
روسیې په مسکو کې د چهار شنبې ورځې ناستې ته د افغانستان، چین، هند، ایران او پاکستان پلاوي ورغوښتي، خو په دې غونډه کې له شپږو ګډون کوونکو هېوادونو څخه پاکستان او روسیه د سولې له لارې په سیاسي ډګر کې د طالبانو د ور ګډولو هڅه کوي، حال دا چې ایران او چین په خپلو دریځونو کې محتاط دي، خو هند او امریکا له سیاسي بهیر سره د طالبانو د یوځای کېدو مخالف دي، ځکه هند طالبان د پاکستان نیابتي ملګري بولي او د متحده ایالاتو نوي ولسمشر او امنیتي ټیم د طالبانو په څېر د اسلامي تندلارو ډلو پر ځپلو ټینګار کړی.
د کیټهون په نامه څېړنیز مرکز وايي، د سوریې د مسئلې د حل په موخه د روسیې په نوښت د استانې ناستې پایلو ته په کتو، مسکو هڅه کوي چې طالبان هم پر منځلارو او تندلارو ډلو ووېشي او په دې توګه په لنډ مهال کې یې د داعش پر ضد جګړه کې وکاروي او په اوږده مهال کې یې د سولې د خبرو له لارې د افغانستان په سیاسي بهیر کې ورګډ کړي.
د سیاسي چارو شنونکی سید خالد سادات وايي، پاکستان هڅه کوي د افغانستان په سیاسي بهیر کې د طالبانو د ورګډولو لپاره د افغانستان د سولې مسئله پر نړیوالې موضوع بدله کړي او له همدې امله د روسیې له نوښته ملاتړ کوي، خو هند له امریکا سره د اړیکو پراختیا ته په پام او له روسیې سره پر تاریخي اړیکو سربېره، کیدای شي د طالبانو له اړخه د ورپېښ ګواښ له امله د سولې پرمخالف اړخ بدل شي.
شنونکي په افغانستان کې د امریکا ۱۵ کلن سیاسی او پوځی حضور ته په کتو وایي، چې واشنګټن په افغانستان کې د ډیموکراسۍ د بریا او د دولت – ملت جوړونې پروسې په بریالي کولو کې پاتی راغلی، له همدې امله واشنګټن ته به هم مناسبه وي چې د افغان جګړې د مسوولانه پای ته رسولو لپاره، له یوې سیمه ییزې حل لارې سره غاړه یوسي او خپل ۱۵ کلن پوځي حضور پای ته ورسوي.