که څه هم، هره ورځ په افغانستان کې له یوې پېښېبله ډېره اندېښمنونکې او ناوړه وي؛ دا پېښې او د ځينو سیاسي ډلو حرکتونه ډیرو تبصرو او غبرګونونو ته اړتیا لري. خوځیني داسې مسایل هم شته چې زما په ګومان باید هیڅ افغان یې پروړاندې بې تفاوته پاتې نه شي.
څو ورځې وړاندې پاکستاني پوځي مشرانو له شواهدو او مدارکو پرته داسې رېپوټونه وړاندې کړل چې ګواکې د افغانستان له خاورې دې هیواد ته ځيني ځانمرګي برید کوونکي ورغلي دي او هڅه کوي؛ د دې هیواد په ځينو پوځي ښوونځيوو او د مدافع وکیلانو په ټولنو بریدونه وکړي.د دې مکرجن هیواد په «بيګريش که نه ګيرید »شيطاني چلونو ټوله نړۍ پوهه ده، خو هغه مهال مې د دې ريپوټ په لوستلو زړه کې وېره پیدا شوه.ويل مې خدای مه کړه دا هیواد لکه چې بیا په افغانستان کې د وینو بهولو او د بې ګناه وګړو د وژلو هوډ لري.
له بده مرغه همداسې وشول، په کابل کې د سترې محکمې په وړاندې ځانمرګی برید وشو، د کندهار ولایت په مېلمستون او بیا د هلمند په لشکرګاه کې هم ځانمرګي بریدونه وشول!
تیره اوونۍ د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر په بروکسل کې د ناټو له چارواکو سره په رسمي غونډه کې ځيني پاکستاني مدرسې د ترهګر روزنې اصلي جرړې یادې کړې، اوټينګار یې وکړ چې په ځينو پاکستاني مدرسو کې ترهګر روزل کیږی او دا ترهګر د افغانستان سر بېره پاکستان ته هم ستر ګواښ جوړوي.
له ترهګرو د ملاتړ او روزنې په تړاو دا د افغانستان د جګپوړو چارواکو لومړنۍ څرګندونې او نیوکې نه دي، له دې وړاندې هم د ملي امنیت شورا پخواني سلاکار له ترهګرو سره د اسلام آباد د مرستو او روزنې کره اسناد د پاکستاني جګپوړو چارواکو په لاس ورکړي وو.
سر بیره په دې، د امریکا د سنا مجلس ډیرو غړو، او د دې هیواد ځينو جګپوړو چارواکو په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي زلمي خلیلزاد او اوس په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو مشر جنرال جان - ډبلیو نيکلسن هم په زغرده د افغانستان د نا امنیو تر شا پاکستان د ستر لامل په توګه یاد کړی دی.
هغه پاکستان په ظاهره د ملګري او په حقیقت کې دښمن هیواد یادوي او زیاتوي چې: د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ باید له پاکستان سره کلنۍ مالي مرستې بندې کړي له دې هیواد سره روښانه خبرې وکړي، او په پاکستان دې دا شرط کیږدي ؛چې یا د امریکا ملګرتیا وغواړي او یا هم د ترهګرو زوزنې ته دوام ورکړي!!!
تېره اوونۍ د طالبانو لوی ملاتړي هیواد سعودي عربستان هم پاکستان د طالبانو په جوړښت تورن کړ او زیاته یې کړه چې طالبان یوه افراطي ډله ده او د پاکستان له خوا حمایت کیږي.
پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د امریکا له نوي ولسمشر ټرامپ څخه پاکستان سره د دې هیواد په اړیکو د بیا کتنې غوښتنه کړې ده.
پخوانی ولسمشر ټینګار کوي چې پاکستان د ترهګرو امن پټنځای دی او د سلګونو بې ګناه وګړو قاتلین په پاکستان کې له پوره اسانتیاو او خپلواکۍ او له خپلو کورنیو او ملګرو سره ژوند کوي.
ښکاره ده چې: د افغانستان امنیت د سیمې او نړۍ امنیت پورې تړاو لري،د ترهګرو د ملاتړي هیواد په توګه د پاکستان په وړانډې که څه هم نړیوال غبرګونونه ډیر شوي دي؛ او امتیاز یې له پخوانیو چارواکو نیولې تر اوسنیو چارواکو، ځینو سیاسیونو، مدني فعالانو، وېښو ځوانانو او افغان ولس ته رسيږي.
خو په دې برخه کې لا هم یو پیاوړي غږ ته اړتیا ده!
ترڅو چې هیواد کې امنیت نه وي، په ټولو برخو کې پرمختګ او بریالیتوب ناشونی دی.
په داسې شرایطو کې باید د قانون او نظام بدلون هڅې، شعارونه، اخطارونه او شخصي ګټې مطرح نه شي.
دا کسان باید هېپاکراسي پریږدي؛ که د ملت خېر سوله او امنیت غواړي نو تمرکز دې د سولۍ ټينګښت ته واړوي؛ اوسمهال له سولۍ اړين بل بحث نه شته.
او که له حکومت سره مخالفت لري او د ناتوانه کولو هڅه یې کوي نو؛ په ښکاره توګه دې مخالفت اعلان کړي.
که داسې نه ده نو، آيا د نظام او قانون بدلون په هیواد کې د سولۍ له ټينګښت څخه ډیر اړین دی؟
ولې په دې حساسو شرایطو کې د ځینو کسانو له خوا د نظام د بدلون موضوع مطرح شي؟
معلومه ده، یوه ځانګړې ډله چې د هیواد د ټولو نا خوالو اصلي لامل یې بللی شو،له یوې خوا او بل پلوه د فردي او سمتي ګټو په هڅه کې ده، اساسي، اړین او ملت شمول بحثونه له پامه غورځوي او د کم رنګه کولو هڅه یې کوي.
ولسمشر غني د بهرني سیاست په کړۍ کې سعودي عربستان ته د ځانګړي ځای په ورکړې سره د دې هیواد ونډه د سولۍ په ټينګښت کې هم مهمه یاده کړې وه.
ولسمشر غني په دې وروستیو کې سعودي عربستان ته په داسې حال کې سفر کوي چې ځیني مغرضې ډلې نیوکه پرې کوي؛ چې د دې سفر اجنډا معلومه نه ده او ولې له یوې ځانګړی ډلې سره دې هیواد ته سفر کوي؟
لومړی خو : محمد اشرف غني د هیواد ولسمشر دی، اړتیا نه شته چې د کوم ریاست، ګوند او یا رسنۍ اجازه واخلي او بهرني سفرونه وکړي یا هم خپلې چارې د دوې په خوښه تنظیم کړي!
دوېمه خبره دا ده چې: ولسمشر به هغه کسان له ځان سره داسې ناستو ته وړي چې سوله غواړي او د سولۍ لپاره هڅه کوي، نه داسې کسان چې د واک وږي وي،د نظام د بدلون په فکر وي او د یوې وړې ډلې د ګټو هڅې وکړي!
د دې سفرونه یوه لویه لاسته راوړنه له طالبانو سره د سعودي عربستان د مرستو بندېدل،د دې هیواد لخوا طالبان د افراطي ډلې په توګه نومول او د دې ډلې غندل دي!
په یاد ولرئ چې سعودي عربستان لومړی هیواد و چې؛ د طالبانو حکومت یې په رسمي توګه منلی و، او د دې ډلۍ له پرځېدو وروسته یې هم ورسره مرستې کولې.
زما په نظر په پاکستان عملي نړیوال فشارونه، له طالبانو سره د مالي مرستو بندېدل، د سولۍ عالي شورا ريښتینې هڅې، طالبانو سره له مقدماتي ناستو وروسته د سولۍ د خبرو پرمختګ به په هیواد کې د سولۍ ټينګښت ته زمینې برابرې کړي؛ او د ولسمشر د دې سفرونه لويه لاسته راوړنه به وي!
وروستي