اتلان پېژنی؟/ دولسمه برخه

                                                          ۲۴/۱۱/۱۳۹۵،ل ،ل
په پنجشېر کې د احمدشاه مسعود ترهګریزې(ترورستي) کړنې:
ولسمشر محمد داؤد خان چې د کوزو پښتنو او بلوڅانو د خپلواکۍ غوښتونکی او پلوی ؤ، نو ځکه یې د پښتنو او بلوڅانو ملاتړ کولو، خو له بل پلوه پاکستان د افغانستان له مخالفینو سره هر ډول ترهګریزې مرستې پيل کړې، چې په دغو هیواد دښمنه ډلو ټپلو کې برهان الدین رباني او احمدشاه مسعود هم شامل وو. ښه به وي چې په دې برخه کې د مسعود د ډلې یو نږدې تن صالح محمد ریګستاني څخه یې واورو، چې د (مسعود و آزادي) په نوم کتاب يې لیکلی او د خپلې ډلګۍ ستاینه یې په کې کړي ده، نوموړی د خپل کتاب په یوه برخه کې(فرار به پاکستان) تر سرلیک لاندې داسې وایي:«باید وویل شي چې د لومړۍ کودتا د طرحې له رسوا کیدو څخه وروسته او[د دولت لخوا] د انجینیر حبیب الرحمن له نیولو او د یو شمېر نورو مبارزینو د څارنې له امله [مسعود له کابل څخه] پنجشېر ته ولاړ او تقریباً په پټه یې ژوند کولو، په پنجشېر کې د اتو میاشتو له تېریدو وروسته مسعود پاکستان ته د تللو پریکړه وکړه.  وړاندې له ده څخه یو شمېر نور مبارزین پاکستان ته تللي وو. استاد رباني هم په پاکستان کې ؤ. د ولسمشر محمدداؤد اړیکي له پاکستان سره د سرحدونو[ډیورنډ کرښې] پر سر باندې پوره ساړه شوي وو، نو دواړو خواوو د یو بل مخالفینو ته تود هر کلی ویلو.» (مسعود و آزادي؛http://massoudism.persianblog.ir)
د پاکستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر جنرال نصیرالله بابر د مسعود او نورو یاغیانو په اړه وایي چې په ۱۹۷۳،ز کال کې مسعود او نور د پېښور بالاحصار ته راغلل او تر ۱۹۷۷،ز، پورې موږ تریننګ ورکولو... لیکن د داؤد په وخت کې موږ داسې وکړل چې غوښتل مو داود ته یو درس ورکړو، مونږ احمدشاه مسعود پنجشېر ته ولېږلو، مونږ په پنجشېر کې په مسعود باندې عملیات وکړل(په ۱۹۷۵م.کال کې) ترڅو معلومه کړو چې دا کسان څومره ټریننګ شوي دي، هغه عملیاتو داود ته پوره تاوان اړولی ؤ. (د وطن مجلې سره د بابر د مرکې یوه برخه)
جنرال نصیرالله بابر د خپلواک ژورنالست فرهاد علي خاور، سره په یوه بله مرکه کې ویلي وو چې، په هغه وخت کې چې ذوالفقارعلي بوټو د پاکستان لومړی وزیر ؤ، دی یې وروغوښت او دا یې ورته وویل چې، د ډیورنډ د کرښې د تړون موده په ۱۹۹۳زیږدیز کال کې پای ته رسیږي، نو باید د افغانستان د بې ثباتۍ هڅې پېل شي، که نه نو افغانان به له اباسین څخه تر ډیورنډ پولې پورې د خپلې سیمې غوښتنه وکړي.
بابر وړاندې ځي او وایي:«بیا مې نو ګلبدین حکمتیار، احمدشاه مسعود، برهان الدین رباني او د افغانستان نور دیني مشران راوغوښتل او د پېښور په بالاحصار کلا کې مې ورسره ولیدل، وسلې او پېسې مې ورکړې، څو افغانستان پرې وران کړي. له هغه راهیسې مو د افغانستان د ویجاړۍ او بې ثباتۍ لېڅې رابډ وهلې، چې افغانستان مو په داسې یو اور کې وسوځوه چې حتَی د اور په دې لمبو کې مو په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد جرړې هم وروسوځولې، اوس به افغانستان هېڅکله هم ونه شي کولای چې د ډیورنډ د کرښې خپلولو غوښتنه وکړي، چې دا مې له خپلو خدمتونو څخه پاکستان ته ستر خدمت ؤ.» (روهي ویب پاڼه؛ هغه پنځه شیطاني څېرې چې افغانستان یې وران ویجاړ کړ)
دا د احمدشاه مسعود لومړنی ترهګر(ترورستي) برید ؤ چې بابر یې یادونه وکړه، چې په کال ۱۳۵۴، ل،ل کې د پاکستان د پوځي استخباراتو(آی، اس، آی) په دستور، چې د نوموړي ترهګر سازمان دوه تنه مخابره چیان هم ورسره وو، په خپل هیواد او خپله ولسوالۍ، پنجشېر باندې یې وکړ،(چې له وړکتوب څخه د مسعود هیله وه) په دغه برید کې د نوموړي ډلې (۱۲) تنه ترهګر ووژل شول او پاتې کسان یې پاکستان ته وتښتیدل.
صالح محمد ریګستانی په پنجشېر باندې د مسعود او ډلې د برید په اړه مالومات لیکلي او په ویاړ سره یې اقرار کړی دی چې مسعود او نورو باغیانو د ولسمشر محمد داؤد خان پر وړاندې کودتا کوله، (چې کودتا کول د تروریزم له ډولونو څخه یو ډول ترهګر عمل دی) نوموړی لیکي:« دا لومړني عملیات وو چې مسعود ترسره کړل، هغه عملیات چې[مسعود] د اووم ټولګي راپه دېخوا ورته منتظر ؤ، هغه ورځ راورسیده ... عملیات سهار وختي پيل شول چې خورا ناببره وو، د یوه ساعت په موده کې د حکومت اداري مرکزونه بې له تلفاتو او وینو تویولو څخه د مسعود لاس ته ولویدل، پنجشېر آزاد (!) او مسعود بریالی شو، خو د مسعود بریالیتوب د ډېر وخت لپاره نه ؤ ... مسعود په دې هیله چې له کابل څخه به د کودتا د بریالیتوب خبر راو رسیږي، پر ځای یې له کابل څخه د دولت ضربتې ځواکونه، د دوی د ځپلو لپاره ورسیدل، د دغو ځواکونو سره د جګړې کول شوني نه وو، نو ځکه خو مسعود د شاته کیدو امر وکړ، د سیمې خلکو تر دې وخته د جګړې ننداره کوله، خو کله چې په سیمه کې اوازه پورته شوه، چې حمله کوونکي پاکستانیان دي، نو خلک د پاکستانیانو د وژلو په نیت په جګړه ورګډ شول، چې په پاېله کې د مسعود ډېر ښه دوستان د خلکو لخوا په بې رحمۍ سره ووژل شول، نه د دولت له لخوا (!)»
انجنیر اسحاق چې پخپله له مسعود سره په دغه ترهګره ډله او ناکامه جګړه کې ورسره ؤ د خپلې ماتې او د پنجشېر د وطندوستو خلکو په هکله داسې وایي:«د(چِمالوَرده) درې پر لور مخ پر وړاندې روان وو، د دریاب له اوبو څخه د پورې کیدو په وخت کې[زموږ د ملګري] شیون څپلۍ اوبو ته ولویده، له یو تن څخه مو وغوښتل چې خپلې څپلۍ[یا بوټونه] په موږ باندې وپلوري، خو هغه په دې فکر کې شو چې موږ دولت ته په لاس ورکړي، خو دا چې ویې لیدل چې موږ وسلې لرو، وډار شو او خپلې څپلې یې په موږ باندې وپلورلې او له دې خطر څخه وژغورل شوو ... د اندراب د کِشناباد درې ته ورسیدو، په هغه ځای کې اوسیدونکي کوچیان په دې خیال کې وو چې موږ فراریان یو او له [حکومت څخه] په وېره کې یو، موږ یې ودرولو او یو تن یې ولېږلو تر څو په موږ پسې د حکومت عسکر راولي، ګیر پاتې شوو، وسلې مو هم وړاندې له دې سیمې څخه په پورته سیمه کې پټې کړي وې، یو شمېر کوچیانو موږ ښکته پورته ګرځولو، موږ په دې فکر کې وو چې اوس به دولتي عسکر راورسیږي او موږ به ونیسي، په پای کې یې زموږ پر لوټولو باندې پیل وکړ، زموږ څخه یې پیسې او نور ارزښناک توکي واخیستل. په یاد مې دي چې کله يې د مسعود له لاس څخه ساعت خلاصولو، هغوی ته یې وویل چې دا ساعت مه اخلئ دا مې زما د پلار نښه ده.»(صالح محمد ریګستانی: مسعود و آزادي؛http://massoudism.persianblog.ir)
د پنجشېر اوسیدونکی، ښاغلی قاضي سید موسی عثمان هستي، چې د هغه مهال ډېرې پېښې ورته مالومې او لیدلي دي، د پنجشېر د دغه ترهګر برید په اړه په خپله د مسعود له قوله داسې لیکي:«مسعود ما ته وویل چې د داؤد په وخت کې چې[د پنجشېرخلک] یې زموږ پر وړاندې را وپارول، وکیل محمداعظم خان او مدیر محمدافضل خان وو، اشتباه زموږ وه، کله چې موږ د ولسوالۍ پر بانک باندې برید وکړ، هغوی فکر وکړ چې د اسلام تر نامه لاندې غله او لاره وهونکي راغلي دي، خلکو له درو، درو څخه پر موږ باندې برید وکړ، زه او زما ملګري، سره د دوو تنو مخابره چیانو، چې د (آی، اس، آی) کسان وو، محمداسحاق او د کفایت الله وروڼو وژغورلو او لارښوونه یې وکړه، تر څو له سیمې څخه ووتلو. هغه کسان چې د شاه ابدال او ستار جبل السراجې تر قوماندې لاندې وو ونیول شول، موږ آی، اس، آی ته مخابره وکړه، هغه وو چې له نورستان څخه مرسته راورسیده، وروسته له اوو شپو[مزل] څخه ستړي ستومانه د پېښور بالاحصار ته ورسیدو.» www.ariaye.com
په پنجشېر او شاوخوا سیمو کې د مسعود نورې ترورستي کړنې هغه مهال په لویه کچه پیل شوې چې نوموړی له پاکستان څخه نورستان او بیا پنجشېر ته راغلو، په دې اړه قاضي سیدموسی عثمان هستی وایی چې«په یاد مې دي چې وروسته د ثور له کودتا څخه احمدشاه مسعود، د پېښور له بالاحصار څخه نورستان ته راغلی ؤ،[خو له دې کبله] د پنجشېر له خلکو څخه په وېره کې ؤ[چې په کال ۱۳۵۴،ل کې] د آی، اس، آی او ګلبدین په دستور یې د سردار محمد داؤد د واکمنۍ په وخت کې په پنجشېر باندې حمله کړي وه.» http://www.kabulpress.org
«مسعود چې له آی، اس، آی سره یې ټینګې اړیکې درلودلې، نو کله چې له پاکستان څخه پنجشېر ته راغلو د ۱۳۵۸،ل له جوزا نه تر ۱۳۵۹،ل ،ل پورې یې یو شمېر ریښتني پنجشېري مبارزین، پرته له ملي اتل پهلوان احمدجان څخه په شهادت ورسول. سربېره پر دې(۳۵) تنه سامائی(؟) چې د اسلامې ګوند د فشارونو له امله د صافي له غره څخه را تښتیدلي وو، په ژوندوني یې[د پنجشېر] دریاب ته وروغوځول.»http://www.afghanmaug.net/index.php/-mainmenu-32
ښاغلی قاضي سید موسی عثمان هستي په پنجشېر کې د مسعود د ترورستي کړنو اړوند د خپلو مالوماتو په اوږدو کې د پهلوان احمدجان او نورو د ترور په تړاؤ لیکي:«کله چې مسعود (۱۸) تنه خپل پخواني دښمنان د هغې کینې(عقدې) له امله چې په پنجشېر باندې د(۱۳۵۴،ل) کال د برید را په دیخوا یې ورسره درلودله ووژل، نو پهلوان احمدجان له دغې پېښې څخه خبر شو، په مسعود پسې یې خبر ولېږه چې راشي تر څو په دې اړه خبرې وکړي، مسعود د خپلې ډلې سره راغی خو د دې پر ځای چې مسعود خبرې وکړې، د پهلوان پر کور باندې راتاؤ شول، ده ته یې وویل چې تسلیم شي. خو پهلوان احمدجان تسلیم نه شو، د مسعود ډلې ټپلې په احمدجان باندې برید وکړ... د قوم په منځګړیتوب احمدجان پورته[سیمې ته] بوتلل شو، درې شپې ورځې په یوه کور کې ؤ له هغه ځایه یې کوم بل ځای ته ولېږه چې قسیم فهیم یې ساتونکې ؤ او له هغه نامالوم ځایه ورک شو.
په پای کې قاضي عثمان، پهلوان احمدجان داسې راپېژني:«هر چا چې د روسانو د پلویانو پر وړاندې جګړه کوله، له هغو څخه یې ملاتړ کولو، له ښي اړخو او کیڼ اړخو سره یې دوستي وه، ځکه چې کاکه ؤ د چا په مسلمانۍ او کافرۍ یې کار نه درلود، خو پخپله ښه دینداری او له دین او آزادۍ سره یې مینه وه.»  www.ariaye.com
... لنډه دا چې احمدشاه مسعود د ۱۳۵۹ کال تر پایه پورې پنځوس تنه مبارز پنجشیريان او زیات شمېر روڼ اندي ووژل او بیا یې د پنجشېر شا او خوا سیمو د[جهادي] جبهو په پاکولو پيل وکړ. مسعود په ۱۳۵۹کال کې د اندراب ملي مجاهدین په دې پلمه چې ګواکې د تګ راتګ لارې ورښیی او هم به وسلې ورکړي پنجشېر ته وبلل او بیا یې ټول لاس تړلي د پنجشېر دریاب ته وغورځول، په همدې کال کې د پېشغور په سیمه کې د وکیل نصرالله خان زوی د شپې په یوه برید کې د مسعود لخوا ووژل شو، چې په پای کې د قوماندان احمدشاه مسعود په نوم مشهور شو. )میرعبدالرحیم عزیز:احمد شاه مسعود در استخدام سازمان جاسوسی پاكستان (ISI -  www.tolafghan.com
د مسعود د ترورستي کړنو په هکله، په افغانستان کې د شوروي څلوېښتم لښکر قوماندان بوریس ګرومؤف، وړاندې له هغې چې مسعود خپل ګوډاګی کړي او د شوریانو په پلوۍ یې را واړوي داسې یادونه کړي ده:«په پاسني پنجشېر کې چې د درې شمال ختیځه څنډه ده، زموږ سرتېرو د دوه نیم زرو مترو په ارتفاع کې د احمدشاه مسعود غرنی زندان کشف کړ، هغه نه یوازې په غره کې جوړ شوی ؤ، بلکه داسې پټ ؤ چې هوایي بمونو او د توپ ګولیو پرې هېڅ اغېزه نه شوه کولای، په سمڅو کې د ننه د ځورلو لپاره جلاجلا خونې او د دغو چارو د سرته رسولو ضروري توکې لکه: انبورونه او د خلکو د ځوړندولو لپاره چنګکونه ځای پر ځای شوي وو. د دې توکو هسې لیدل وحشتناک وو... غم لړلي پېښه ظاهراً هغه وخت منځ ته راغله چې د زندان ساتونکو په هوا کې زموږ هلیکوپترې ولیدې،[په دې وخت کې] هغوی ټول(څوشپیته) بندیان چانماري کړل ... .» (سرې لښکرې په افغانستان کې، ۲۵۵،مخ)
تر هغې چې مسعود په پنجشېر کې اوسیده، ډېر شمېر، د نږدې ولایتونو خلک یې د روسانو پر مرسته، د اسلامې ګوند د غړیتوب په تور او ځیني نور یې د کمونستانو او نورو تورونو په نوم ووژل، چې له هغې جملې څخه یوه بېلګه وړاندې کوو، هغه مهال چې مسعود له شوروي پوځ سره لیده کاته وکړل او د روسانو ملاتړ یې د حکمتیار د اسلامي ګوند پر خلاف تر لاسه کړ، نو مسعود، سمدلاسه د اسلامي ګوند د غړو په له منځه وړلو باندې پیل وکړ، مسعود په دې باب وایي:«... [پنجشېر ته] د شوروي هیئت تر بیا راګرځیدو پورې، موږ لاس په کار شوو، په لومړي ګام کې موږ[د پنجشېر په د ننه] د پېشغور په سیمه کې، د حزب اسلامي کسان خلع سلاح کړل، د حزب اسلامي کسان زموږ لپاره په هغه سیمه کې د سرطان د دانې حیثیت درلود ... او د اندراب سیمه مو په غافلګر[حالت] کې په یوه سړه او له واورو ډکه ورځ کې، په (۴۸) ساعتونو کې تصفیه کړه، د اسلامي حزب ډېر کسان مو بې وسلې کړل او د اسلامي ګوند قوماندان جمعه خان، سره د نور کسانو وتښتیدل.» (صالح محمد ریگستانی؛ مسعود و آزادی؛http://persianblog.ir)
نور بیا