د حکومت سیاسي اپوزسیون؛ لا هم زموږ جدي اړتیا ده

د ملي وحدت د حکومت له دې امله هم ورځ تر بلې د خلکو پر وړاندې بې توپیره کیږي چې یو منظم اپوزسیون نه لري. هسې خو نږدې ټول ولس د حکومت اپوزسیون دی، خو یو داسې اپوزسیون نشته چې منظم سیاسي فعالیت ولري، د دولت پر کړنو څارنه وکړي، د مثبتو کارونو یې ملاتړ وکړي او له منفي کارونو یې را وګرځوي. له همدې امله حکومت ورځ تر بلې د ولس او هېواد پر وړاندې بې مسوولیته کیږي او داسې کارونه کوي چې افغانانو له نوو ستونزو سره مخ کوي. د ملي وحدت حکومت د هوکړې پر مهال نه یوازې ټول حکومت د دواړو  ټیمونو ترمنځ وویشل شو، بلکې اپوزسیون هم په دغه ویش کې د ډاکټر عبدالله وخوت. که څه هم داسې له هوکړې سره سره اپوزسیون جوړ نه شو، خو لا هم  ډاکټر عبدالله اپوزسیون خپل حق ګڼي او نور اپوزسیونونه ورته نامشروع  ښکاري.
د ملي وحدت د حکومت له جوړېدو وروسته څو اپوزسیونونه جوړ شول، ځیني خو یې نومورکو کسانو جوړ کړل او له اعلان وروسته پسې ورک شول او ځینې یې یوازې د اپوزسیون نوم لري. د استاد سیاف په مشرۍ د حراست او ثبات شورا او د انوارالحق احدي په مشرۍ نوې ملي جبهه د اپوزسیون بریتونه تاووي، خو لا یې هم داسې کوم ګام نه دی اخیستی چې د اپوزسیون په توګه دې وپېژندل شي. دواړه ډلې له یوه اړخه غیر فعالې دي او له بله اړخه ددې پر ځای چې د اپوزسیون دنده ترسره کړي، پر حکومت فشار راولي چې د دوی کسان پر دندو وګوماري او یا په حکومت کې د دوی شته کسان له دندو لرې نه کړي. له دوی سره د اپوزسیون په توګه د فعال کار پر ځای تر ډېره د امتیازاتو غم دی او له همدې امله یوازې د امتیاز اخیستو په وخت کې پر حکومت فشار راولي.
د ملي وحدت حکومت له بده مرغه سم نه دی روان، د افغانستان خلک د خپل راتلونکې په اړه وېرېدلي دي. نا امني ورځ تر بلې زیاتیږي، وسله وال مخالفین لا زیاتې سیمې لاندې کوي، داعش پر ننګرهار سربېره اوس په شمال کې هم فعالیتونه کوي. له اقتصادي اړخه هم د حکومت تګلارې داسې دي چې لوږه، بې کاري او نورې اقتصادي ستونزې زیږوي. د عدالت د پلي کېدو او له فساد سره د مبارزې په برخه کې هم چلند ډېر زیات سیاسي او نمایشي دی. د خلکو اساسي حقونه له ګواښ سره مخ دي او خلک د خوندیتوب احساس نه کوي. په داسې حالاتو کې په شدت سره د یو فعال سیاسي اپوزسیون اړتیا احساسیږي، داسې اپوزسیون چې د حکومت هر ګام وڅاري او د افغانستان د اساسي قانون او ملي ګټو پر اساس یې و ارزوي. که د حکومت هر کار د ملت په ګټه او له قوانینو سره سم وي، باید ملاتړ یې وکړي او که نه وي، باید سیاسي مخالفت یې وکړي او باید مخه یې ونیسي. له حکومت د باندې زموږ سیاسیونو ته په کار ده چې نور خپلمنځي اختلافات پریږدي، د هېواد په اړه فکر وکړي او د یو واقعي اپوزسیون جوړولو ته مټې را بډ وهي.