
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د شمالي کوریا له خوا د جاپان قلمرو ته د بالسټیک توغندي له ازمویل کېدا ورسته ویلي، امریکا ۱۰۰ سلنه له خپل لوی ملګري جاپان ملاتړې ده.
د جاپان لومړي وزیر شینزو ابي چې دا مهال د امریکا په سفر دی، ویلي؛ دا ازموینه په هېڅ صورت ورته د منلو نه ده. جاپاني چارواکو ویلي، دا توغندی د د دوی اوبو ته نه دی رسېدلی.
شمالي کوریا ویلي، یو بالیسټیک توغندی یې ازمویلی، چې نژدې ۵۰۰ کیلومتره لېرې واټن ویشتلی شي. بلخوا، یوه امریکايي چارواکي ویلي، احتمالا چې یاد توغندی له لویې وچې نه شي تېرېدلی. سوېلي کوریا دا ازموینه خطرناک ګواښ او له نړیوالو پرېکړو سرغړاوی بللی.
د شمالي کوریا خبري اژانس یونهاپ ویلي، د ازمویل شوي توغندي ډول نه دی په ډاګه شوی.
د سوېلي کوریا چارواکو ویلي، دغه توغندی د شنبې په ورځ، په ځايي وخت ۷ بجې او ۵۵ دقیقې د جاپان سمندرغاړې ختیځ لوري ته توغول شوی دی.
دا توغندی پیونګ یانګ ولایت شمال کې له بنګیون هوايي اډې توغول شوی، چې د جنوبي کوریا له لوېدیځ ټاپو سره ګاونډیتوب لري.
د امریکا دفاعي چارواکو له خولې رویټرز خبري اژانس ویلي، واشنګټن وايي، موږ ومونده چې له شمالي کوریا یو توغندی ویشتل شوی دی.
د سپینې ماڼۍ چارواکو ویلي، ولسمشر ټرمپ ته هم د دغه توغندي په اړه رپوټ ورکړل شوی.
تېره اونۍ جنوبي کوریا ته د امریکا د دفاع وزیر جیمز مټیس وویل، د شمالي کوریا له خوا د هر ډول اتومي وسلو کارول به له غبرګون سره مخامخ شي. یوه امریکايي چارواکي ویلي، شاید دا توغندی له لویې وچې اوښتونکی نه وي. د دغې ازموینې په اړه د پیونګ یانګ پرضد قوي غبرګونونه ښودل شوي.
د جنوبي کوریا د ولسمشرۍ دفتر ویلي، د یکشنبې په ورځ یې نهه نیمې بجې په سیول کې د ملي امنیت یوه بېړنۍ ناسته راغوښتې ده.
جاپان - چې لومړی وزیر یې شینزو ابي دا مهال د امریکا سفر کې دی، د شمالي کوریا ددغه ګام اخیستو په اړه اندېښنه ښودلې.
د تېر کال جنورۍ میاشت کې، د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون وویل، هېواد یې د اتومي سروکو لېږدوونکو لنډ واټنه توغندیو ازمویلو وړتیا موندلې ده.