
په جرمني کې وړمه ورځ سلګونو کسانو افغانستان ته د افغان پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو خلاف لاریون وکړ.
په دغه لاریون کې چې په دوسیلدورف ښار کې وشوه، د جرمني له حکومته وغوښتل شول چې د پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو له پالیسۍ لاس واخلي.
دغه لاریون د جرمني د شمالي راین ویستفالیا (NRW) ایالت د کډوالو شورا ترتیب کړی و.
دې شورا د دوسیلدورف چارواکو ته په خطاب کې ویلي چې افغانستان امن نه دی او د ملګرو ملتونو د کډوالو د لویې کمېشنرۍ راپور ثابتوي چې په دغه هېواد کې حالات په وروستیو کې لا خراب شوي دي.
جرمني سږ کال لږ تر لږه په دوو جوپو کې په لسګونو افغانان په الوتکو کې کابل ته واستول.
دغه هېواد وايي، هغه پناه غوښتونکي بېرته استوي چې درې ګونو محکمو د هغوی غوښتنلیکونه رد کړي وي او یا یې په جرمني کې جرم کړی وي.