ډیورنډ کرښې ته څېرمه په یوه نښته کې شل پاکستاني پوځیان وژل شوي

د خوست ولايت چارواکي وايي چې تېره شپه د ډيورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستاني ځواکونو او د پاکستان د تحریک طالبان وسله والو تر منځ نښته کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د خوست ولايت يوې دولتي سرچينې د نوم نه ښودو په شرط رسنیو ته ويلي چې دغه عمليات ډيورنډ کرښې ته څېرمه د ګربزو ولسوالۍ اړوند د شاميت په سيمه کې ترسره شوي دي.
سرچينه وايي چې پاکستاني ځواکونه ډيورنډ کرښې ته څېرمه ګزمې کوي او کله کله له کرښې دېخوا هم را اوړي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په شاميت سيمه کې د پاکستانيو ځواکونو او پاکستاني طالبانو ترمنځ نښته شوې چې په پايله کې يې تر ٢٠ پورې پاکستاني سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې.
په دې نښته کې دغه راز يو وسله وال طالب هم وژل شوى او څلور نور ټپيان شوي دي.
د ګربزو ولسوالۍ يوې امنيتي سرچينې د يادې نښتې د تاييد تر څنګ ويلي چې شاميت سيمه د شمالي وزيرستان مرکز ميرانشاه سره ګډه پوله لري.
د سرچینې په وینا چې په دې نښته کې يو افغان شپون هم ټپي شوى دى. په سيمه کې د پاکستاني طالبانو يو قوماندان حاجي داوود وايي چې په دې نښته کې ١٢ سرتېري وژل شوي، پنځه ټپيان شوي او يو بل يې تښتېدلى دى. ده زياته کړه چې ټول ١٨ سرتېري وو.