
د امريکا دفاع وزير جېمز ماټېس په افغانستان کې د جرمني پوځيانو رول ستایلی دی.
جېمز ماټېس له خپلې جرمنۍ سيالې اورزلا اون ديرلين سره په واشنګټن کې د خبرو پر مهال د افغانستان په جګړه کې د جرمني سرتېرو رول وستاينه.
د امريکا په دفاع وزارت کې دفاع وزير ښاغلي ماټېس د خبرو پر مهال جرمني يو باوري شريک وباله چې په وینا یې د ګواښونو پر وړاندې د مبارزې لپاره په ازموينه کې بريالى دى.
جنرال ماټېس چې په ٢٠١٠ او ٢٠١٣ میلادي کلونو کې د امريکا د مرکزي قوماندانۍ د قوماندې پر مهال يې د افغانستان او عراق د جګړې څارنه کوله، خپلې جرمني سيالې ته وويل، مخکې يې د خپلې دندې پر مهال له جرمني ځواکونو سره همکاري درلوده او جرمني قواوو ته ډېر درناوى لري.
د امريکا دفاع وزير چې د دغه هېواد د سمندري ځواکونو يو متقاعد جنرال دى ويلي، هره اردو چې جګړې ته ځي له ازمېښت او تفتيش سره مخامخېږي او تر ټولو ستر ازمېښت د جنګ په ميدان کې د دوى چلند دى.
هغه زياته کړه، په بلخ کې جرمني پوځيان د رهبرۍ د پوخوالي او اخلاقي چلند په برخه کې يوه نمونه وه او دى يې د ناټو او امريکا د ځواکونو د قوماندان په توګه مننه کوي.
په همدې حال کې د جرمني دفاع وزيرې وان ديرلين هم د امريکا او جرمني د ځواکونو ترمنځ دوستي وستايله او امريکا يې د ناټو يو باوري شريک وباله.
مېرمن وان ديرلين د جنرال ماتيس مخکنيو خبرو ته په اشاره چې په افغانستان کې يې د ځواکونو د غښتلتيا غوښتنه کړې وه، وويل: "موږ د تېر ميلادي کال په ډسمبر مياشت کې پرېکړه وکړه چې افغانستان ته خپل نور ځواکونه ولېږو، ځکه د غوڅ ملاتړ ماموريت داسې ماموريت دى چې موږ په کې ستراتيژيک زغم ته اړتيا لرو، تر دې مرحلې چې افغان ځواکونه وکړاى شي په بشپړ ډول د خپل هېواد دفاع وکړي چې دا کار وخت نيسي، له دې کبله د جرمني پارلمان تېر کال تصميم ونيوه چې افغانستان ته خپل اضافي عسکر ولېږي."
د امريکا او جرمني ځواکونه لا هم د ناټو تر مشرۍ لاندې د افغان ځواکونو د روزنې او سلا-مشورې په ماموريت کې برخه لري، خو د وسله والو طالبانو او نورو سخت دريځو ډلو پرضد د پوځي عملياتو مشري د افغان قواوو په لاس کې ده.
جنرال جيمز ماتېس څرګنده کړه، اوس چې د امريکا د دفاع وزير په توګه ټاکل شوى، هره مسئله په جديت ارزوي.
ده وويل په يوه کونج کې کېناستل او انتقاد کول اسان کار دى، خو کله چې تاسې د جنګ ميدان ته ځئ، بايد په چټکۍ تصميم ونيسئ ځکه پوهېږئ چې تصميم نيول څومره سخت کار دى.