
په داسې حال کې چې حکومتي چارواکي په سنګین کې د امریکايي جنایت د پټولو هڅه کوي، وسله والو طالبانو هم د هلمند په مرکز لښکرګاه کې په ځانمرګي برید سره افغانان په وینو کې ولمبول. حکومتي چارواکي لا هم ټینګار کوي چې په سنګین کې یې طالبان وژلي، خو تصویرونه او د خلکو خبرې بیا بل څه ښيي. په برید کې ملکي وګړي وژل شوي چې ښځې او ماشومان هم په کې دي. همداسې طالبان وايي چې افغان سرتېري یې وژلي، خو د سیمې خلک او تصویرونه ښيي چې په برید کې ډېرو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. پر ټولنیزو رسنیو د یو سوځېدلي ماشوم تصویر هم خپرېږي چې د دغه برید له قربانیانو څخه دی. دواړه لوري د بې ګناه ملکي وګړو په وژنه کې سیالي کوي.
دواړه وحشتونه وو، په سنګین او لښکرګاه دواړو کې بریدونه او جګړه د افغان ولس پر ضد جګړه ده. په دواړو بریدونو کې په بې رحمۍ سره ملکي وګړي په نښه شوي دي. دغه بریدونه ښيي چې دلته اصلي جګړه نه له امریکا سره ده او نه هم له طالب سره، بلکې دلته اصلي جګړه له بې ګناه او بې دفاع ولس سره ده، دلته جګړه له ښځو او ماشومانو سره ده. د هلمند وروستي وحشتونه د یوې چټلې او استخباراتي جګړې یو روښانه تصویر ورکوي. دغه تصویر ډېر روښانه دی، وحشت په کې په اسانه لیدل کېدلی شي او وحشیان هم لوڅ مخ ګرځي. اوس نه وحشت له چا پټ دی او نه وحشیانو ماسکونه اچولي دي.
دواړه لوري په ډېرې سپین سترګۍ سره د بریدونو د توجیه کولو هڅه کوي. په هلمند کې چارواکي له تصویرونو او ویډیوګانو سره سره لا هم نه مني چې په سنګین کې یې ښځې او ماشومان وژلي دي. د خلکو وژل او وحشت یو درد، بیا انکار بل درد. طالبان هم همدغسې کوي، دوی له یوه اړخه ملکي وګړي وژني، له بله اړخه وايي چې حکومتي سرتېري یې وژلي دي. دا سمه ده چې برید د بانک مخ ته پر امنیتي ځواکونو برید شوی، خو هلته بانک دی، ښار دی، خلک ژوند او کاروبار کوي. له همدې امله اصلي مرګ ژوبله ملکي وګړو ته اوښتې ده.
دا جګړه له هېڅ لوري نه شي توجیه کېدلی، دا رښتیا د امریکايي، پاکستاني، روسي، ایراني او نورو ګټو لپاره پیل شوې استخباراتي جګړه ده. په دې جګړه کې نه کوم ملکي ارزښت شته او نه هم اسلامي. دوی یوازې د وحشتونو د دوام لپاره خپلو کړنو ته افغاني، ملي او اسلامي رنګ ورکوي. په داسې حال کې چې اسلام او افغانیت دواړ له داسې وحشتونو لرې دي. دا یوازې د انسانیت، اسلامیت او افغانیت پر ضد جګړه ده چې زموږ ښځې، ماشومان او نور بې ګناه وګړي پکې سوځیږي.
نوره چوپتیا نه ده په کار، نور یوازې په الفاظو غندل هم بسنه نه کوي. موږ باید نور ودرېږو، باید دې وحشي او پردۍ جګړې ته (نه) ووایو. دا سمه ده چې دا درېدل به ستونزمن وي، خو که ونه درېږو، نو موږ په هره ورځ وژل کېږو او په تدریجي ډول زموږ ټول نسل او ارزښتونه ختمېدونکي دي. له همدې امله ښايي دا زموږ وروستی چانس وي.