ټاکل شوې ډونالډ ټرامپ د کډوالو په اړه بل نوی فرمان صادر کړي

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ دغه هېواد ته د اوو هېوادونو د وګړو پر ننوتلو د بندیز لګولو لپاره پر نوي اجرايي فرمان غور کوي.
ډونلډ ټرمپ د جمعې ورځې په مازیګر خبریالانو ته وویل چې تر دوشنبې یا سې شنبې ممکن یو نوی فرمان صادر کړي.
دا هڅه له هغه وروسته ده چې په سن فرانسیسکو کې یوې استیناف محکمې د نوموړي د پخواني فرمان اجرايي کېدل وځنډول.
ډونلډ ټرمپ د جنورۍ پر۲۷ مه امریکا ته د کډوالو او د ایران، عراق، یمن، سومالیا، لیبیا، سوریې او سوډان پر وګړو د څلورو میاشتو لپاره د تګ بندیز ولګاوه. خو د واشنګتن په سیاټل کې یوه فدرال قاضي جیمز روبارټ د نوموړي فرمان وځنډاوه.
دا حکم د ټرمپ له سخت غبرګون سره مخ شو او ښاغلی روبارټ یې "په نوم قاضي" او حکم یې هم "ملنډه" وباله.
د امریکا عدلیې وزارت د ښاغلي ټرمپ له اړخه د استیناف فدرالې محکمې نهمې څانګې ته شکایت وکړ، چې سملاسي د کډوالو بندیز بیا پلی کړي. خو محکمې هم د ټرمپ د فرمان په ګټه رایه ور نه کړه.
اوس ډونلډ ټرمپ وايي چې په دې فرمان کې به لږ بدلون راولي، مګر دا نه وايي چې په نوي فرمان کې کوم ډول بندیزونه دي.
د ډونلډ ټرمپ له دې خبرو سره سره د نوموړي اداره په محکمو کې د پخواني فرمان د بشپړ پلي کولو هڅه کوي. نوموړی پخپله هم وايي، چې دا جګړه به وګټي.
نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې نوی اجرايي فرمان به صادر کړي، وویل، "شونې ده، امنیتي دلیلونو ته په پام باید ژر لاس په کار شو".