
موده مخکي د افغانستان په کچه یوې لویي غونډي ته، چي هلته د څو نورو ګاونډ هیوادونو استازو او په خاصه توګه یې سیاستمدارانو برخه اخیستې وه، د ګډون کولو لپاره ور وغوښتل شوم.
سهارنی مهال و، په ډېري بېړي سره مي ځان د غونډي تالار ته ورساوه. په دروازه کي د نور وګړو غوندي زه هم د تلاشئ ورکولو لپاره، د تلاشئ په کتار کي ودرېدم.
د تلاشئ اخیستلو لپاره په عمومي پیاده رو دروازه کي له افغان سرتیري سره څنګ کي یو بهرنی تور عسکر هم یخ نیولی غوندي د تلاشي او څار لپاره ولاړ و.
زما هم د تلاشي ورکولو وار ورسېدی، افغان سرتيري راته د چپ لاس په دوو ګوتو د ور تلو اِشاره وکړه.
ما یې خبره په سر کېښوده او د تلاشئ لپاره یې مخي ته نيږدې شوم. غبرګ لاسونه مي ورته د وزرو په څېر جیګ ونیول او د سلام مبارک لفظ مي ورته په ژبه تېر کړ؛ خو سرتېري د سلام ځوابولو په ځای په ډېره تونده لهجه یوه زهرجنه را غبرګه کړه: او خماری! چرا به طرفه مه مثل بُت واری اِستاده شودی؟
برو نی، اَمو ریس تان برای چی اِستاد است؟ هله، برای تلاشی گرفتنشما اوغانها اَمِ سیا و سپید اِستاد است.
زه هم افغان وم. تر هغه یې را باندي پخه نکړه، تر څو چي مي تلاشي افغان سرتېري خپله وانخیسه .
د تلاشۍ له دروازې ور پوري خوا یو ډنګر لمروهلي بهرني را غږ کړ: وبښئ ښاغلیه!
ما ورته مخ واړاوه، سړی زما لوري ته نېږدې شو، په یوه لاس یې راسره د انسانیت فریضه اداء کړه. په انګلسي ژبه یې رانه د درېدو، روغبړ کولو مننه وکړه او وروسته یې رانه وپوښتل چي اوردو مي زده ده او کنه. زما ځواب ورته مثبت و، لمروهلی هندو ؤ او د هندوستان له تازه سیاسیونو څخه و.
له ما سره په خبرو کولو یې ډیره خوښي وښوده او په ډیر نرمښت یې رانه د یو څو سوالونو د راڅخه کولو او هغو ته د ځواب ویلو غوښتنه وکړه، ما هم ورته د سوال کولو اِجازه ورکړه.
چي زه به یې هر سوال په ترتیب سره، پخپله دې وړې لیکني کي یاد کړم.
۱ سوال: تاسو افغانان چي په دومره کړکېچ او ناورین حالت کي هم له بهرنیو دومره بد وړئ، چي آن د یوې عادي تلاشۍ اخیستلو پر وخت یې نسۍ زغملای؛ نو آیا په خپلو ناستو او شته دولتي مسؤلینو او یا په عموم کي په ټولو دولتي مامورینو هم همدومره یا لږ زیات باور لرئ؟
۲ سوال: آیا تاسو خپله هم پوهېژئ چي د افغانستان د دې روان حالت تر ټولو ستر عاملین څوک دي؟
۳ سوال: آیا ویلای شې چي په ۲۰۱۵ م کي د هلمند ولایت د سنګین نامي ولسوالۍ کي په واده باندي د یوه افغان سرتېري لخوا د تغوندۍ فیرلو پېښه، څومره وڅېړل شوه؟ او یا دې ته ورته پېښي ستاسو د دولت لخوا څومره څېړل کېژي؟
۴ سوال: آیا پوهېژې چي یو مفرد فرد یوې لویې نظامي چاردېوالي ته د چاودني لپاره څنګه ورننوځي؟
۵ سوال: آیا دا روان هر څه ریښتیا هم د پاکستان سیاسي لوبه ده او د که د افغان دولتي لوړپوړو تر منځ په هیواد باندي د معامِلې کولو ستره او ګرمه سوې سیالي ده؟
۶ سوال: آیا تاسو عام افغان وګړي په حقیقت کي هم مطمئن یاست، چي ستاسو ټول چارواکي افغانان دي او په ټوله مانا افغانیت ته وفاداره دي؟
۷ سوال: آیا تاسو افغانان اوس هم دا خبره نه منئ، چي افغانان د پخوا په پرتله له ظرفیت نه خالي او یو کمزوری مخلوق دی؟
۸ سوال: آیا تاسو به نور هم له ځانه ناخبر اوسئ او دوست ته به دوښمن، دوښمن ته به دوست وایئ؟
۹ سوال: آیا تاسو به کله هم دا خبره هېره کړای شئ، چي افغانانو یوه مکمله پېړۍ د نړیوالو د خیرات او زکات په ټولولو او غوښتلو تېره کړه او آن اوس یې د خیر غوښتل، فطرتي دنده ګرځېدلي ده؟
۱۰ سوال: (تر ټولو سخت ټک)، آیا افغانان به راتلونکي نړۍ ته خپل تېر شوی پنځه زره کلن تاریخ ثابت کړلای شي؟
۱۱ سوال: ایا دا سمه نه ده، چي د افغانانو قاتل جهاني موړ ښامار نه، بکلي د خپل کور ساتونکی لېوه او ړوند باور دی؟
لمر وهلی له رنګ او قامت نه زبېښلی ښکارې دی؛ خو زهرجنو سوالونو ته یې زه کلک ګونګ شوم.
له هغه نه مي د سوالونو د ځوابولو د توان نلرو معزرت وغوښت؛ خو هغه راته په اوږه لاس کېښود او خندرویه یې وویل: خیردی، پوهېدم چي تاسو او آن اکثریت افغانان به زما دې سوالونو ته بې ځوابه پاتي شي، خو که تاسو د سوشل ميډیا فعال یاست، نو له خپلو نورو هیوادوالو سره یې شریک کړئ!.
نو اوس، شته به وي، داسي کوم څوک چي د لمروهلي تورکي هندو دې فولادي سوالونو ته غاښ رژونکي ځوابونه ووایې؟
په درنښتونو...
2017/2/11
شنبه، PM 10:35
کاري دفتر، نوی ښار(شهرنو)، کابل.