اردوغان د ریاستي نظام په اړه د اساسي قانون تعدیلات تایید کړل

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د دې هېواد په اساسي قانون کې هغه اصلاحات تایيد کړل چې له مخې به يې رياستي نظام ته لاره پرانيستل شي او په دغه نظام کې به د ولسمشر واک نور هم پياوړی شي.
د ولسمشر د دفتر پر وېب پاڼه په يوه لنډه اعلاميه کې راغلي چې دغه لايحه صدراعظم ته لېږل شوې ده چې خپره او ټولپوښتنې ته وړاندې شي.
اردغان وايي، دغه اصلاحات به د بحران په حالاتو کې ثبات رامنځته کړي، خو د اردوغان مخالفين بيا وايي چې دا اصلاحات استبدادي نظام ته لار هواروي.
ټاکل شوې چې یاده ټولپوښتنه به په اپرېل میاشت کې ترسره شي.
پارلمان دغه لایحه تېره مياشت تصويب کړه، که په ټولپوښتنه کې تایید شي، دغه اصلاحات به اردوغان ته لار پرانيزي چې تر ۲۰۲۹ کاله پورې ولسمشر پاتې شي.
تر اصلاحاتو وروسته به د اساسي قانون له مخې ولسمشر وکولای شي اوامر ورکړي، بېړنی حالت اعلان کړي، صدراعظم او لوړپوړي حکومتي چارواکي وټاکي او پارلمان منحل کړي.
دا هغه قدرتونه دي چې دوه لوی ګوندونه وايي، د اردوغان د حکومت پر مهال توازن له منځه وړي.