روسیه: د افغانستان د ثبات لپاره له ناټو سره همکارۍ ته چمتو یو

روسيې ويلي چې د افغانستان د ثبات لپاره چمتو ده چې له ناټو او نورو بهرنيو ځواکونو سره مرسته وکړي.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې چې په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو لوى قوماندان جنرال جان نيکولسن وړمه ورځ د امريکا مشرانو جرګې ته ويلي چې روسيه او ايران په افغانستان کې د ناټو ماموريت ته ستونزې جوړوي.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د سلواغې په ٢٢مه ويلي، دوی هڅه کوي په افغانستان کې شته بې ثباتي له منځه ولاړه شي، جګړه ودرېږي او ښکېلې خواوې د سولې خبرو ته سره کېني.
سرچينې زياته کړې، دوی دغه راز په افغانستان کې له شته بهرنيو ځواکونو سره مرستې او همکارۍ ته تيار دي.
دا په داسې حال کې ده،  روسيې ژمنه کړې چې د روانې ميلادي مياشتې په درېيمه اونۍ کې د افغانستان د سولې په اړه شپږ اړخيزه غونډه جوړوي او هڅه به وکړي چې دلته شته بې ثباتي پای ومومي.
تر دې مخکې هم روسيې په مسکو کې د افغانستان په اړه په مسکو کې د پاکستان او چين په ګډون درې اړخیزه غونډه کړې وه چې د افغانستان د حکومت له کلک غبرګون سره مخ شوه.
اوس روسيې ويلي چې له دې وروسته د افغانستان په اړه جوړېدونکو غونډو کې د افغانستان دولت ته هم بلنه ورکوي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني هم څو ورځې مخکې مسکو ته سفر درلود او د روسيې د بهرنيو چارو له وزير سره يې پر ځینو مسایلو خبرې کړې وې.