
د جرمني لومړۍ وزیرې او د دې هېواد د ۱۶ ولایتونو والیانو موافقه کړې چې له خپل هېواده به د رد شوو کډوالو د ستنولو پروسه ګړندۍ کوي.
راپورونه وايي، هغه رد شوي کډوال به تر ټولو ژر ایستل کېږي چې جرمي سابقه لري او یا يې د خپل هویت په اړه دروغ ویلي دي.
خپلو هېوادونو ته د رد شویو کډوالو د بېرته ستنولو موضوع وروسته له هغې جدي بڼه غوره کړه چې په تېر ډسمبر میاشت کې د برلین په کریسمس مارکېټ یو تونسي پناه غوښتونکي چې رد شوی و، د لارۍ برید په واسطه ۱۲ کسان ووژل.
په جرمني کې د رد شوو پناه غوښتونکو په منځ کې افغانان هم شته چې لومړۍ جوپه یې څو مخکې افغانستان ته راستنه شوه.
پر جرمني سربېره، یو شمېر نورو اروپايي هېوادونو هم ویلي چې رد شوي پناه غوښتونکي به بېرته خپلو هېوادونو ته ستنوي.