محکمې د کډوالو په تړاو د ټرمپ د فرمان خلاف حکم صادر کړ

د امریکا استیناف محکمې د دغه هېواد د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هغه فرمان خلاف رایه ور کړه، چې له مخې یې امریکا ته د کډوالو پر تګ او د اوو هېوادونو پر وګړو بندیز لګېږي.
محکمې په خپل حکم سره د ډونلډ ټرمپ د دې فرمان د نه اجرا کېدو وخت غځولی دی.
په دې ډول اوس د ایران، عراق، یمن، لیبیا، سومالیا، سوریې او سوډان مسافر او کډوال چې باوري ویزه لري امریکا ته تللی شي.
د استیناف محکمې  دا رایه د ښاغلي ټرمپ لپاره سخته ناکامي بلل کېږي.
د محکمې په حکم کې راغلي، د حکومت وکیلانو پوره اسناد او دلیلونه وړاندې نه کړل، چې وښيي د دغه فرمان نه اجرا کېدل به نه جبرانېدونکی تاوان ولري.
داسې ښکاري چې د امریکا ولسمشر اوس غواړي دا دوسیه سترې محکمې ته واستوي.
ډونلډ ټرمپ په خپل ټوېټر کې لیکلي: «تاسو به په محکمه کې ووینم، زموږ د هېواد امنیت له خطر سره مخ دی».
د واشنګټن ایالت ډیموکراټ والي جي اېنسلي چې پر دغه فرمان یې اعتراض درلود، د ښاغلي ټرمپ په ځواب کې په ټویټر کې لیکلي دي: «ښاغلی ولسمشر موږ ته په محکمه کې ولیدلې او ماتې مو در کړه».
د امریکا په ولسي جرګه کې یو مهم ډیموکراټ مشر سټني هویر هم د محکمې د حکم هرکلی کړی دی.
هغه د بیانیې په خپرولو سره ویلي: «نن شپه د امریکا قضايي ادارې د ټرمپ حکومت ته د مسلمانانو پرضد د اساسي قانون د دې سرغړونې له امله رسماً سزا ور کړه».
خو ډونلډ ټرمپ له خبریالانو سره په لنډو خبرو کې دا حکم غندلی او ویلي یې دي چې د محکمې دا پرېکړه د امریکا امنیت ګواښي. نوموړي دا یوه سیاسي پرېکړه بللې.
بلخوا د امریکا عدلیې وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د استیناف محکمې د حکم په هکله قانوني غوراوي ارزوي.