دا دومره بښل او خندل تر کومه؟

موږ هم په خپل وار سره تیره هفته د کابل پر ستره محکمه همدارنګه تیره ورځ د امریکا او نن ورځ په هلمند کی د طالب ټول بریدونه په سختو ټکیو غندو شهیدانو ته د جنت غوښتنه کوو، زخمیان ته د خدای پاک څخه شفأ غواړو. خو تر کومه به موږ هر ورځ  همدا ډول د طالب، حکومت او امریکایانو دا پخپل سر کړنی او جنایتونه  غندو او قربانیانو ته به دوعاګانی کوو؟ تر کومه؟   طالب او حکومت پر ولس نه دی ملامت، ملامت موږ ولسونه یو چی وازی خولې مو ورته نیولی دی لکه میږی داسی مو حلالوی، ځګه طالب او حکومت ټول د افغانستان د نفوس په نسبت پنځه سلنه هم نه دي، ایا پدې پنځه نوی سلنه افغانانو کی دومره څوک نه پیدا کیږی چی یو دریم قوت او قدرت د ولس له سټی د دوی په مقابل کی راپورته کړی تر څو   طالب او حکومت دواړو  ته ووایی چی کینه، بس ده افغانان او افغانستان ستاسو شخصی ملکیت نه دی چی هر څه مو زړه وغواړی  ورباندې ویی کړی او هیڅ پروا یی هم نه لری، ځواب ورکړی. هغه د چا خبره  د ولس زور لکه د خدای زور داسی دی، چی راپورته شی د یو لوی سیلاب په ډول چی هر څه مخی ته ورته راځی په مخه یی د ځانه سره وړی،  ولس که راپورته شی حکومت او طالب خو پر ځای پریږده باور وکړی چی روس او امریکا یی دواړه هم مخه ونه شی نیولای. موږ د ټول ولس څخه ګیله نه کوو، زموږ ګیله د هغه چا څخه کیږی چی ځانته روښان فکره او لوستي وایی په همدغه روښانفکره او لوستو کی زموږ ګیله بیا د هغه چا څخه کیږی چی ځانته د نظر او قلم خاوند وایی پنځه کسان په ځان پسی ودرولای شی یا ورسره ولاړ دی. دا په فیسبوکونو کی چی ناری سوری وهی یا یی ټلویزیونونه جوړ کړی او په لسهاوو زره هیوادوال ورسره دی، عمل یی یوازی د شعار تر سرحده پوری دی تر دې اخوا هیڅ نه کوی علت یی د دوی ځانمنی، یو او بل نه منل او ځان تر نورو پوره من بلل دی. د دوی سره که په رښتیا هم د هیواد او ولس غم ورسره وای او زړه یی درد کولای بیا نو په اسانۍ سره کیدلای شول چی یو موټی او په یوه خوله شی تر څو دریمه کتله د حکومت او طالب پر وړاندې په پښو ودروی او دواړه د افغانستان د سیاسی ډګر څخه وباسی. موږ بیا هم د افغانستان پر ټول ولس په ځانګړی توګه پر هغه چا چی ځان ته د روښانفکر، د قلم خاوند او پنځه کسه افغانان یی تر شا ودریږی غږ کوو چی تش په غندلو او بښلو هیڅ هم نه کیږی، تش شعارونه هیڅ ځای هم نه نیسی عمل پکار دی، د خودخواهی او ځانمنۍ تیر شی یو او بل ومنئ هیواد او ولس اور اخیستی دی د دغه اور مړه کول ستاسو ایماني او ویجداني  دنده ده دا اور مړ کړی او که دا کار نه شی کولای بیا نو د خدای لپاره د خدای څخه وویریږئ هسی ولس ته دوقه مه ورکوی چپ او قرار کشینئ تش په شعارونو د ولس زخمونه نه درمل کیږی، پریږدئ چی حکومت او طالب  دواړه  یی ښه خمیره کړی. مننه ډاکټر ګل مرجان منګل 11/2/2017