مات غمی

يادېږي مې ډېر زيات د وړانګې پل غوندې جانان
راپېښ کــړې خدايــه ! نن دګل غزل غوندې جانان
د زړه د مات غمــي شونډې مــې تل لولي ملګرو
د ستــــړي لاروي د ورک منزل غـــوندې جـــانان
د شپې په تور بخــــملو اننګو کـــې راته خاندي
د ګورو غرو په منځ کې د ځنګل غوندې جانان
چـــل بازې زمانې څه په خواږه کشمکش يوړ
د زړه له افغانستان نه د کابل ـــغوندې جانان
د ښار د ښايستونو مينارې پسې نسكورې
جلانه جنتي ژوند دی شډل غـــوندې جانان
 
سيدجيلاني جلان