
ترهګرې ډلې په پاکستان کې ښکاره پناه ځایونه لري، تر هغه چې دغه ډلې په پاکستان کې خوندي ځایونه ولري، پر وړاندې یې مبارزه ستونزمنه ده او امریکا به په پاکستان کې د هغو د له منځه وړو پرته د جګړې لویه بیه پرې کړي.
امریکا د افغان په چارو کې د روسیې، ایران او پاکستان له لاسوهنو اندېښنه ښودلې او وايي چې روسیه او ایران په دغه هېواد کې د ناټو ماموریت پر وړاندې ستونزې جوړوي.
دغه څرګندونې په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نیکولسن وړمه شپه د امریکا د سنا مجلس د پوځي خدمتونو کمېټې استماعیه غونډې ته کړې دي.
نوموړي په دې استماعیه غونډه کې په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو د ماموریت په اړه امریکايي سناتورانو ته حساس او حیاتي معلومات وړاندې کړي دي.
په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان ویلي چې روسیه او ایران په افغانستان کې د سولې او ثبات راوستلو لپاره د امریکا او ناټو ماموریت ته د ګوزار ورکولو په خاطر د طالبانو ملاتړ کوي.
جنرال جان نیکولسن ويلي، ایران د افغانستان په لوېدیځ کې د طالبانو پوځي او لوژستیکي ملاتړ کوي.
نیکړلسن دغه راز زیاتوي چې تهران همداراز افغان شیعه ګان په سوریه او عراق کې د اسلامي دولت پر ضد د جنګولو لپاره استخداموي او له دې سره دا وېره زیاته شوې چې دا وسله وال به افغانستان ته له بېرته راتګ وروسته خپل هېواد بې ثباته کړي.
نوموړي دغه راز زیاته کړې چې په تېر کال کې په افغانستان کې د روسیې مداخله لاسخته شوې؛ ځکه چې مسکو هڅه کړې چې طالبان په زغرده مشروع کړي.
ده زیاته کړې، روسي چارواکي د دې لپاره چې طالبانو ته اعتبار او مشروعیت ورکړي استدلال کوي چې طالبان د اسلامي دولت پر ضد جنګېږي خو د افغانستان حکومت د دې ډلې پر ضد هېڅ هم نه دي کړي.
نیکولسن ویلي: ((اوس په افغانستان کې روسیه، ایران او القاعده د پام وړ رول لوبوي، څو کاله پخوا داسي نه و. ره باوري یم چې د دغو اقداماتو یو هدف د امریکا او ناټو تخریبول او بل له افغانانو او سیمې سره زموږ د غښتلي شراکت مخنیوی دی.))
جنرال نیکولسن د پاکستان د لاسوهنو په اړه هم خبره کړې او ګواښ یې کړی چې په پاکستان کې د ترهګرو او ورانکارو د امنو پناه ځایونو له تړلو پرته به امریکا په دې جګړه کې لوی قیمت پرې کړي.
نوموړي د افغان ځوکونو وړتیا ستایلې خو د اداري فساد او د نشه يي توکو له ډېروالي یې نا رضایتي ښودلې ده.
نیکولسن د امریکا نوي ولسمشر ډونالد ټرمپ ته د دغه کمېسیون له لارې مشوره ورکړې چې د افغان ځواکونو او د افغانانو ملاتړ ته دې دوام ورکړي، د سولې له پروسې دې ملاتړ وکړي او پر پاکستان دې فشار راولي.
هغه زیاته کړې چې په پاکستان کې د ترهګرو او طالبانو د پناه ځایونو په شتون کې د دې ښکارندې پر وړاندې مبارزه ستونزمنه ده.
نیکولسن دغه راز د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د امريکا له نوي حکومت څخه غوښتي چې له پاکستان سره پر خپلو اړيکو له سره غوره وکړي.
جنرال نيکولسن پاکستان د امريکا يو ځور ورکوونکى متحد ګڼلی او زياته کړې یې ده چې له پاکستان سره پر اړيکو ژور نظر په کار دى.
هغه زياته کړې: ((له پاکستان سره زموږ ډېرې پېچلې اړيکې دي، اوس د دې وخت را رسېدلى دى چې په دې اړه نوې پرېکړه وشي.))
د نوموړي په وينا چې د امريکا د بهرنيو چارو له نوي وزير او د سپينې ماڼۍ له چارواکو سره يې د ليدنو او خبرو اترو د سر ټکي له پاکستان سره د امريکا اړيکې وې.
په افغانستان کې د ناټو او امريکايي ځواکونو د لوى قوماندان جنرال نيکولسن له دغو څرګندونو څخه ښکاري چې د ټرمپ حکومت د پاکستان پر ضد سخته تګلاره لرلى شي.
نوموړي په ياده غونډه کې د امريکا له نوي حکومت څخه غوښتي چې له طالبانو او نورو وسله والو ډلو سره د مبارزې او د افغان ځواکونو د روزنې لپاره نورو زرګونو امريکايي سرتېرو ته اړتيا لري.
هغه زياته کړې، له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره په افغانستان کې کافي ځواکونه لري، خو د افغان ځواکونو د روزنې لپاره د سرتېرو له کمښت سره مخ دى.
جنرال نيکولسن ويلي چې د امريکا د دفاع له نوي وزير سره به په دې اړه خبرې وکړي او دا وړانديز به يې پر مېز ږدي.
د امریکا د سنا د پوځي خدمتونو کمېټې رییس جان مکین او په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان د افغانستان د خلکو له قربانیو، مېړانې او مبارزې ستاینه وکړه او ژمنه یې وکړه چې له افغانستان سره همکارۍ او پر پاکستان به یې فشارونه دوام ولري.