د پاکستاني طالبانو د مسعودو برخې له پاکستان سره د قبایلي سیمو الحاق رد کړی

په داسې حال کې چې په وروستیو  کې له خیبر پښتونخوا سره د قبایلي سیمو یا فاټا د الحاق په تړاو پراخ کمپاینونه پیل شوي، د پاکستاني طالبانو د مسعودو څانګې له دې الحاق سره مخالفت ښودلی دی.
د پاکستاني طالبانو د مسعودو برخې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې له افغانستان او هند سره د پاکستان پولې معلومې نه دي او د قبایلو پښتانه له پېړیو راهیسې خپلواک پاتې دغې ډلې په خپره کړې اعلامیه کې ویلي: ((پښتانه قبایل له پېړیو راهیسې ازاد پاتې دي، امیر عبدالرحمن خان چې له انګرېزانو سره کومه لنډمهاله معاهده کړې، قبایلو څلوېښت کاله د هغې پر خلاف جګړه کړې ځکه دې تړون پښتانه پر دوو برخو وېشلي دي، د دغه تړون پر اساس د قبایلو ازادي خوندي ده او د یوه هېواد په کنټرول کې هم نه دي او له ویزې پرته دواړو خواو ته تګ راتګ کولای شي.))
د پاکستاني طالبانو د مسعودو برخې په اعلامیه کې همدارنګه راغلي چې  د قبایلي سیمو د ادغام لپاره دلته ټول ټولنیز نظام سیستم له منځه وړی دی.
په اعلامیه کې زیاته شوې چې د پاکستان د پوځ له خوا په قبایلي سیمو کې د ضرب عضب عملیاتو یوازینی هدف په پاکستان پورې د قبایلي سیمو نښلول و.
دوی وايي:((پاکستان غواړي دغه سیمې تر خپل کنټرول لاندې راولي، ضرب عضب عملیاتو هدف هم د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه نه بلکې د قبایلي سیمو تر کنټرول لاندې راوستل و، خو په دې برخه کې څو قبایلي ملکان او سیاسیون هېڅ پریکړه نه شي کولای او نه هم یې موږ منو.))
دا په داسې حال کې ده چې په قبایلي سیمو کې له تېرو څو کلونو راپدېخوا د پاکستان د پوځ عملیات دوام لري چې له امله پراخې ویجاړۍ رامنځته شوې او سلګونه زره کسان یا له کرښې دېخوا او یا هم د خیبرپښتونخوا نورو سیمو ته کډه شوې دي.