د فرانسې ولسمشرۍ کاندیده وایي که بریالۍ شي پر مسلمانانو به دغه هیواد ته پر ورتګ بندیز ولګوي

د فرانسې ولسمشرۍ کاندیدې مارین لوپن چې د ښي لاسي ګوند غړې ده په یوه تلویزیوني مرکه کې ویلي دي چې که د ولسمشرۍ په ټاکنو کې بریالۍ شي نو د ټرامپ په شان به فرانسې ته د مسلمانانو پر ورتګ بندیز ولګوي.
نوموړې ویلي دي چې اروپایې ټولنه د یورو له امله مري خو جرمني ترې ګټه پورته کوي.
نوموړې غوښتنه کړې چې فرانسې ته دې مهاجرتونه محدود شي او زیاته کړې یې ده: که په ټاکنو کې بریالۍ شم قانوني کډوالي به محدوده کړم او د فرانسې خاورې ته به د مسلمانانو پر ورتګ د بندیز لپاره د امریکې د ولسمشر ډونالډ ټرامپ په شان سیاست غوره کړي.