جنرال نیکلسون ویلي چې څو زره نورو امریکایي ځواکونو ته په افغانستان کې اړتیا ده

په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو قوماندان جنرال جان نیکلسون په خپل نوي راپور کې د امریکا د سنا مجلس کنګرې ته ویلي دي چې په افغانستان کې څو زره تازه نفسه امریکایي ځواکونو ته د مشاورې او افغان امنیتي ځواکونو په روزنه  او همکارۍ کې اړتیا لیدل کیږي.
نوموړي ویلي دي چې ۱۳۲۰۰ تنه امریکایي ځواکونه د تروریزم سره د مبارزې لپاره بسنه کوي خو د افغان ځواکونو د روزنې او مشورې لپاره باید څو رزه نور سرتیري هم ولیږل شي؛ خو نوموړي مشخصه نه کړه چې څومره سرتیرو ته اړتیا ده.
له بلې خوا نوموړي د افغانستان په اړه د سیمې د هیوادونو او روسیې د سیاست په اړه اندیښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې روسیه د افغان حکومت او ناټو د کمزوري کولو لپاره کار کوي چې د دې کار لپاره یې په پټه د طالبانو پلاوی مسکو ته بللی و.
نوموړي ویلي چې باید امریکا له پاکستان سره په خپلو اړیکو له سره جدي غور وکړي ځکه چې دغه هیواد له طالبانو په ښکاره ملاتړ کوي.
نوموړي ویلي دي چې حقاني شبکه اوس هم په پاکستان کې امن ځایونه او د روزنې مرکزونه لري چې امریکا باید له پاکستان سره په روابطو له سره کتنه وکړي.