ښاغلي اشرف غنی ته سر خلاصی لیک

ښاغلیه!  سلامونه او نیکې هیلی مو ومنه، هیله ده چی د جوړ صحت خاوند اوسئ.غواړم  خپل عرض په لاندې ډول درته وړاندې کړم. تیره ورځ مو له رسنیو څخه واوریدل چی د امریکا تازه ټاکل شوی ولسمشر ټرامپ ستاسو سره ټلیفونی خبرې کړی دی غواړی چی په لنډ وخت کی تاسو سره د افغانستان په هکله مفصلی خبری وکړی او له نږدې درسره وګوري، هیله ده چی د ترامپ سره په لیدنه کی دا  لاندې څو ټکیو ته پاملرنه وشي. ۱- امریکا د افغانستان او افغانانو لپاره افغانستان ته نه ده راغلی بلکی دلته خپلی ګټی لری، غواړی تر لاسه یی کړی، بل خوا افغانستان هم یو جګړې ځپلی  او غریب هیواد دی د امریکا مرستو او همکاریو  ته اړتیا لری چی په مختلفو برخو کی یی د افغانستان سره وکړي. دا دوه هیوادونه هغه وخت خپل هدفونه تر لاسه کولای شی چی یو او بل ته صادقانه او مخلصانه د دوستۍ لاس ورکړی، زموږ دوستی هغه وخت ټینګیدلی او پایداره کیدلای شی چی موږ یو او بل انډول وګڼو او د متقابل احترام په څرګندولو سره یو او بل ومنو. پدې کی شک نشته چی امریکا په ننۍ عصر کی یو نړیوال سوپر طاقت نه دی خو دا د دې معنی نه ورکوی چی هر څه چی امریکا وایی باید افغانستان یی ومني، افغانان نه شی کولای یوازی قربانی ورکړی او کټی ټولی امریکا یوسی، افغانان نه شی کولای چی هیواد یی وران شی ګټی امریکا یوسی، افغانان شی کولای چی وینه د افغان سرتیری توی شی ګټی ټولی امریکا یوسی. که امریکا رښتیا غواړی چی د افغانستان سره، د افغانانو سره په ځانګړی توګه د ملی اردو سره مرسته کوی نو تش په نوم د دا مرسته نه کوی، سمه مرسته د وکړی، د افغانستان ملی اردو ته د سم تعلیم او تربیه ورکړی، په سپکه او درنه وسله د یی سم مجهز کړی همدارنګه د یو قوی او په خپلو مټو ولاړ افغان هوایی ځواک رامنځ ته کړی. ښاغلی اشرف غنی! تاسو باید د امریکا ولسمشره ته په ډاګه څرګنده کړی چی  نور باید د افغان سرتیرو وینه د امریکا لپاره هغه هم مفته تویه نه شی، دا خو امکان نه لری چی امریکا د دومره څه افغان سرتیرو ته ورکوی چی یوازی (بخور نه میر وی) دومره ورکوی چی یوازی خیټه یی نیمه مړه وی نور نه مجهزه وسله وی او نه هم په مړه ګیډه خوراک. ۲- ښاغلی اشرف غنی! تاسو باید ټرامپ ته واضع وویاست چی یوازی او یوازی د مرکزی حکومت څخه ملاتړ وکړی نور د دا منافقت ته د پای ټکی کیږدې لکه دا ۱۶ کاله یی چی د افغانستان سره وکړ، ټول جګړماران زورور، پخواني قوماندانان او ټولی جنګي ډلی د یو په یو خالی سلاح او له منځه یوسی او نه د یی تقویه کوی، یوازی مرکزی حکومت د ستاسو په مشرۍ تقویه کړی. ۳- ښاغلی اشرف غنی! له ټرامپ او د هغه له اداری په کلکه غوښتنه وکړی چی د بهرنیو په ځانګړي توګه د دوو همسایه هیوادونو لکه پاکستان او ایران لاسونه د له افغانستان څخه قطع کړی د همدغه هیوادونو  لاسوهنی چی په افغانستان کی یی کوی مخه ونیسی، امریکا کولای شی چی په پاکستان زور راوړی تر څو طالبان د خبرو میز ته راولی او که نه یی شی راوستلای نو د خپل هیواد څخه د یی وشړی پټ ځایونه او مرسته د نه ورسره کوی. ۴- ښاغلی اشرف غنی! تاسو له ټرامپ څخه وغواړی چی امریکا د  د افغانستان سره د بنسټیزو او اقتصادې پروژو په جوړولو کی  مرسته وکړی تر څو خپله افغانان په خپلو پښو باندې ودریږی .   که چیری ټرامپ په ټوله کی امریکا پورته یادو شویو همکاریو ته نه وی تیاره او نه یی کوی بیا نو ورته مخه ښه وویاست موږ پوهیږو طالبانو مو پوهیږی، موږ پوهیږو ایران او پاکستان مو پوهیږی دوی یعنی امریکایان د زموږ له خاوری څخه ووزی موږ چی هر څه کول زموږ کار  دی، ځکه دا نو نه شی کیدای چی هیواد زموږ ورانیږی ګټی د امریکا وړی، قربانی او وینه د افغانان ورکوی ګټی د امریکا وړی. ښاغلی اشرف غنی! که ستاسو رښتیا پر هیواد او ولس زړه درد کوی باید همدغه موضعګانی ټرامپ ته په نره وړاندې کړی، تر څو مو تاریخ په خپلو زرینو پاڼو کی په ښه نوم وساتی، او که روان حالت جاری ساتل غواړی دا د خپل هیواد او ولس سره خیانت دی چی تاسو یی ورسره کوی تاریخ به د سخت محکمه کړی. مننه ډاکټر ګل مرجان منګل 10/2/2017