سعودي کې د سرو زرو نوي ذخیرې کشف شوي دي

د سي ان ان شبکې د خبر له مخې د امریکا د ځمکې پیژندنې ادارې ویلي دي چې دوی د سعودي د الدرع العربي په سیمه کې د طلا او مسو پریمانه ذخیرې موندلي دي.
د سعودي الاقتصادیه ورځپاڼې ویلي دي چې دغه سیمه تر څیړنې لاندې ده تر څو پکې پانګه اچونه وشي.
نوموړي ویلي دي چې په دغه سیمه کې تر ۵۰۰۰ کانونو د ۵۰ کلونو په ترڅ کې پیدا شوي دي چې له جملې یې نیمایي غیر فلزي دي.
د یادونې وړ ده چې په سعودي عربستان کې مشهور د سروزرو کانونه له تاریخه پر وړاندې زمانو پورې تړلي دي چې زیاتره یې د سعودي په لویدیځ الدرع سیمه کې پراته دي.