کراچۍ کې شپږ وسله وال وژل شوي دي

د کراچۍ پولیسو ویلي چې په دغه ښار کې یې شپږ تنه وسله واله په هغه نښته ووژل چې د دغه ښار د های وې پرټول پلازا سره رامینځ ته شوې ده.
وسله والو د پولیسو له لیدلو وروسته پر دوی ډزې پیل کړي دي چې په متقابلو ډزو کې ۶ تنه وسله وال وژل شوي دي.
پاکستاني حکومت دوی ته د وراوښتو تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي خو پولیسو زیاته کړې ده چې په یاده سیمه کې یې د وسله والو د ځپلو په موخه عملیات پیل کړي دي.