ترکي ځواکونه د سوریې الباب ښار ته د داعش د ځپلو په موخه ننوتلي

ترکي پوځ خبر ورکړی دی چې د الباب ښه له کلابندۍ ورسته یاد ځواکونه د دې ښار مرکز ته ننوتلی تر څو داعش ډله هلته له مینځه یوسي.
د ترکیې د ولسمشر ویاند ویلي دي چې ترک وسله وال ځواکونه د سوریې الباب ښار ته ننوتلي دي او هلته د بشار اسد د ځواکونو سره د مخامخیدو لپاره له روسیې سره په تماس کې دي.
داعش وسله والې ډلې په وروستیو کې په ترکیه کې بریدونه وکړل چې ترکیه یې راوپاروله تر څو یې پر وړاندې په عملیاتو لاس پورې کړي.