
د فرانسې خبري سرچینې وايي چې د دغه هیواد په فلومون اټومي بټۍ کې چاودنه رامینځ ته شوې ده چې لامل یې نامالوم دی.
ویل کیږي چې چاودنه د بټۍ په بیړنۍ سیمه کې شوې ده خو کوم اټومي جدي ګواښ یې نه دي پیښ کړی.
د رویټرز خبر اژانس ویلي دي چې په پیښه کې یو شمیر کسان ټپیان دي خو کوم اټومي خطر نه شته.