هندي مسلمانې نجلۍ داسې اپلېکېشن جوړ کړ، چې په ۶ ژبو کارول کیدی شي

يوې مسلمانې نجلۍ د هند په پونه ښار کې د موبايل لپاره يو داسې اپلېکېشن جوړ کړی، چې په ۶ ژبو د خبرو کولو لپاره چمتو شوی.
دغه نجلۍ د دې اپلېکېشن د جوړولو په بدل کې نړيواله جایزه هم په ياد ښار کې تر لاسه کړه. هغې د جایزې د تر لاسه کولو په مراسمو کې وويل، چې د ميرمنو زده کړه د وخت اړتیا ده او هغه ملت چې تعليم وکړي، نو پرمختګ يې حتمي دی.
د دغه نجلۍ نوښت ځکه زیات د پاملرنې وړ ګرځیدلی، چې کارونکي کولی شي د نړۍ له نامتو ډاکترانو سره، د دغه اپلېکېشن په مرسته په ۶ ژبو خبرې وکړي او خپلې ستونزې ورته ووايي.