سوریه کې د امریکایانو په بمبارۍ کې ۱۱ تنه د القاعدې غړي د هغوی د یوه لوړ پوړي چارواکي په ګډون وژل شوي

د مریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزارت اعلان کړی دی چې د امریکا هوایي ځواکونو د سوریې په ادلب کې د القاعدې ډلې ۱۱ تنه بمبار کړي دي.
ویل کیږي چې په دغو یوولسو تنو د دغه ډلې یو جګپوړی غړی چې هم شامل دی چې د القاعدې د وژل شوي مشر اسامه بن لادن سره یې نیږدې اړیکې درلودلې.
د یادونې وړ ده چې څو ورځې پخوا هم د امریکایي ځواکونو په بمبارۍ کې د دغه ډلې جګپوړی غړی ابوهاني المصري ووژل شو چې د القاعدې ډلې تاسیس کې رغنده رول درلود.