سپینه ماڼۍ غواړي د ايران «سپاه پاسداران» د ترهګرو ډلو په لست کې شامل کړي

امريکايي سرچينې وايي، چې د جمهور رييس ډونلډ ټرمپ دولت پر دې ارزونه بوخت دی، چې د ايران سپاه پاسدارن ډله د ترهګرو ډلو په لست کې شامله کړي.
د رويټررز د رېپوټ له مخې، دغو سرچينو ويلي، چې د ټرمپ دولت د څو وزارتونو او سازمانو سره په دې هکله سلا کوي او د پرېکړې د کيدو په صورت کې به یو شمېر ايراني چارواکي د سپاه پاسدارن سره په تړاو کې تحريم او بنديزونه به زیات شي.
بايد وويل شي، چې سپاه پاسداران په ايران کې ډیر ځواکمن بنسټ دی، چې د دغه هېواد په سیاسي جوړښت او اقتصاد باندې پراخ کنټرول لري.
تر اوسه سپينې ماڼۍ په دې هکله خپل رسمي دريځ ندی په ډاګه کړی او ايران هم تل د ترهګرۍ غندنه کوي، خو د افغانستان په شمول په سیمه کې پراخ لاس لري.