
د اسراییلو پوځ ویلي دي چې د مصر تر ولکې لاندې سینا څخه پرې راکټي بریدونه شوي دي.
دا بریدونه وروسته له هغې شوي دي چې اسراییلو پر غزې تړانګې هوایي بریدونه بیا پیل کړل.
اسراییلو ویلي دي چې د غزې څخه پرې دوه راکټي بریدونه شوي دي نو ځکه یې پرې هوایي بمبارۍ پیل کړي دي خو د حماس اسلامي غورځنګ د اسراییلو دا ادعا رد کړې ده.
اسراییلي رسنیو ویلي دي چې له سینا څخه په تر سره شوو بریدونو کې چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو خلک یې ویرولي او اندیښمن کړي دي.
تر اوسه د یادو راکټي بریدونو مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.