
په افغانستان کې پدې وروستیو کې یو زیاتو شمیر شخصی پوهنتونونو او موسسو د لوړو زده کړو په برخه کې فعالیت پيل کړ، خو هر یو یې د لوړو زده کړو وزارت د رسمی سند یا اجازه نامې په نوم اسناد تر لاسه کړي دي. په کابل کې د افغانستان سویس یومف پوهنتون په نوم هم شخصی پوهنتون فعالیت کوي یاد پوهنتون د کابل په دارلاامان سرک موقعیت لری د محصلینو د توجو او جذب دپاره زیات تلویزونې او د لوحو اعلانونه کوي. یاد پوهنتون یواځي په ماسټری ورکولو کې د فعالیت اجازه لري، له نیکه مرغه د افغانستان سویس یومف پوهنتون د لوړو زده کړو وزارت په ویب پاڼه کې د شخصی پوهنتونونو په نوم لړ کې په ۴۶ شمیره باندې ثبت شوي دي. زیات محصلین یې فارغ ورکړل او لا په سلګونو محصلینو پکې د ماسټری د تر لاسه کولو په موخه زده کړی کوي.
پدې وروستیو کې د لوړو زده کړو وزارت له خوا یاد پوهنتون جعلی او غیر قانونی اعلان شو، پرته له شکه چې د وزارت چلند له یاد پوهنتون سره د شخصی سلیقی په اساس وو، که چیري یاد پوهنتون په ریښتیا هم غیر قانونی وو سوال دا دی چې دا دومره وخت ولی د فعالیت اجازه ورکړل شوي وه؟ پداسی حال کې چې د افغانستان سویس یومف پوهنتون د وزارت او په ټوله کې د حکومت تر زنه لاندې یې فعالیت لرلو او خپله د لوړو زده کړو وزارت زیات شمیر رسمې کارکوونکو پکې زده کړي کولې.
موږ او زیات شمیر نورو محصلینو خپلې ستونزی د لوړو زده کړو وزارت رهبری ته وړاندې کړي او حتی ارګ ته مو په رسمې توګه پدې ګڼه ثبت (۹۵.۱۰.۲۵/۵۱۶۷) عریضه او خپله ولسمشر ته په رسمي ډول د نماینده مصحلینو په لاسلیکونو ایمل کړه، ما خپله څو ځلی زنګ ووهلو خو هیچا هم زما زنګ ته ځواب رانه کړ. همداشان د لوړو زده کړو وزارت موږ تر زیاته په یو نامعلوم برخلیک ولیږلو ارګ هم زموږ په عریضه غوږونه کاڼه کړل. پداسی حال کې چې موږ محصلینو د شپي تر ناوخته په سختو امنیتی او اقتصادی ستونزو سر بیره په یاد پوهنتون کې زده کړي وکړي، ددی تر څنګ زموږ سره زیات شمیر ښځینه محصلینې هم وي هغوی به هم د شپی تر ۸ بجو پورې له یو لړ زیاتو ستونزو سره زده کړي کولې.
د لوړو زده کړو وزارت په ډيره بی پروایې سره یاد پوهنتون غیر قانونی اعلان کړ خو د محصلینو برخلیک ته یې هیڅ ډول توجه ونه کړه، د یاد وزارت له دي پریکړي معلومیږی چې یاد وزارت کې تنها څو خالی مغزه رهبری کوي.
ارګ هم په ټولو مطبوعاتی ناستو کې د ځوانانو له حقوقو د دفاع چغې وهې، ځوانان زده کړو، د هیواد خدمت ته رابولئ خو هغه یواځي د دوی شعار ګرځیدلۍ، خو په اصل کې دوی ته یواځي خپلی سیاسی معاملی، دوه مخې سیاست رول مهم دي. دوی هیڅ زموږ ځوانانو ستونزې نه درک کوي او نه هم زموږ حقوق راکوي. موږ څو ځلی ارګ ته وویل چې یاده ستونزه دي خپله ولسمشر حل کړي او موږ محصلینو ته د ډاډ راکړي خو بدبختانه چې زموږ ستونزه ارګ ته تر اوسه هیڅ اجنډاء نه ده شوي. پداسی حال کې چې ولسمشر دری ساعته د چارو اداری یو معاونیت لیدو ته وخت لری، نوي ښار ته غځیدلی ټولې لارې بند وي او څو فیسبوکی عکسونه پکی اخلې ، ولسمشر ددی هم وخت لری چې د جهادی قومندانانو او قومې ټیکدارانو کورونو ته ورشې او د هغوي د سر درد او پښو د درد پوښتنه وکړي. اما زموږ ځوانانو چې د هیواد راتلوونکی دپاره به بنسټ جوړ وو هیڅ توجه نه کوي.
زموږ یوځل بیا له ارګ څخه هیله ده چې یاده ستونزه خپله ژر تر ژره حل کړي او د ځوانانو له برخلیک سره د لوبو ته دپای ټکۍ کیږدي. که زموږ حق رانه کړل شې موږ به مطبوعاتی ناستو ته مخه کړو او خپل حق به حتمی تر لاسه کوو، ولسمشر او د هغه ټول حکومت به د ځوانانو د حقوقو لوی خوړونکې وګڼو.