
په استانه کې د جنوري له ۲۳ـ۲۴ پورې، د لومړي ځل لپاره د سوريې دولتي پلاوی او اپوزيسون د يوه ميز تر شا کیناستل، البته دا مستقيمې خبرې نه وې، بلکې منځګړيو هم شتون درلود.
سوخوم د فبروري ۶مه – سپوتنيک
د ريا نووستي خبر ورکوي، چې په سوريه کې د پخلاينې څخه د روسيې، ترکيې او ايران ګډې اوپراتيفي څارډلې په استانه کې غونډه پيل کړه، چې په کې د ملګرو ملتونو او اردن کارپوهان به هم په بحث کې ونډه ولري.
له دې مخکې د استانه په يوه بله غونډه کې، چې د فبروري له ۲۳ – ۲۴ پورې يې دوام درلود، د زمه وارو هېوادونو (روسيې، ترکيې، ايران) لخوا په سوريه کې د اوربند د ميکانيزم د څرنګوالي په هکله هوکړه وشوه. په پام کې ده، چې د دغو خبرو اترو او پرېکړو جزيیات په هکله بحث به په استانه کې د دوشنبې په ورځ، د اوپراتيفي ډلې د لیدنې په مهال وشي.
د روسيې دفاع وزارت خبر ورکړی و، چې په راتلونکې کې به دا ډول ليدنې په استانه کې په منظم ډول سره ترسره کيږي. همداراز د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت مشر عبدالرحمانوف هم د جمعې په ورځ په ډاګه کړې وه، چې لیدنه به تخنيکي بڼه ولري. نوموړي دغه ليدنه، په سوريه کې د سولې د رامنځه کولو لپاره د «استانې پروسې» دوام وبللو.
سرچينې د يکشنبې په ورځ وويل، چې په ليدنه کې به د روسيې، ترکيې، ايران ملګرو ملتونو اوهمداراز د اردن کارپوهان برخه واخلي. ده ټينګار وکړ، چې په ليدنه کې به ګډونوال پر دې بحث وکړي، چې دواړه اړخه به جګړه ييز فعالیتونه بندوي، د کنټرول او تخلف لپاره به معیارونه ټاکي، د بشري همکاريو اړوند خبرې اترې او د سوريې دولت او اپوزيسون تر منځ د متقابل باور رامنځته کولو لپاره به اقدام وشي.
د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د فبروري له ۲۳ – ۲۴ پورې ، د سوریې د وسلوالو مخالفينو او دمشق د رسمي پلاوي تر منځ، د ضمانت کوونکو هېوادونو (روسيې، ايران، ترکيې) په منځګړيتوب خبرې اترې تر سره شوې.