اسراییلو خبر ورکړی چې پر غزه به لوی برید پیل کړي

د اسراییلو حکومتي سرچینو ویلي چې دوی به د بیا ځل لپاره پر غزه تړانګه خپل وروستی او سخت برید وکړي.
دا څرګندونې د اسراییلو د پوهنې وزیر نفتالي بنت کړي دي چې د یهودي داخلي ښي اړخه افراطي ګوند مشر دی.
نوموړي ویلي دي چې د غزې پر خلاف د جګړې اعلان به زیات وخت وانه خلي.
ده زیاته کړې چې پر غزه واکمنه د حماس اسلامي غورځنګ خپلې ټولې مالي سرچینې د وسلو پر تیارولو او جګړې لپاره پر وسایلو لګوي نو اسراییل به دا ځل په جګړه کې مساوي نه بلکه بریالي وي.
له بله پلوه د اسراییلو د کور جوړولو وزیر ویلي دوی په راتلونکي پسرلي کې د حماس سره د جګړې پوره تیاری لري.
د یادونې وړ ده چې له مصر سره پر پوله د غزې تړانګه د حماس اسلامي غورځنګ تر ولکې لاندې ده چې د اسراییلو سره یې خونړۍ جګړې کړي دي، او له هره پلوه تر کلابندۍ لاندې ده چې له دوه وو خواو یې اغزي لرونکي سیمونه او جال او له جنوبي پلوه د مصر تر ولکې لاندې د سینا له دښتې سره پر سرحد د کانکریټي دیوالونو او د لویدیځ له خوا د اسراییلي سمندري ځواکونو له خوا کلابنده ده.