په حرم شریف کې د کعبې تر څنګ د ځان وژنې هڅه شنډه کړل شوه

نن هغه مهال چې په مکي حرم کې د کعبې شریفې تر څنګ یوه تن هڅه کوله ځان ووژني نو د نورو زیارت کوونکو له خوا یې مخه ونیول شوه.
د مکې معظمې پولیسو ویلي دي چې یاد تن پر ځان تیل شیندلي وو او غوښتل یې چې ځان ته اور ورته کړي خو د نورو زیارت کوونکو له خوا یې مخه ونیول شوه.
نوموړی ۴۰ کلن دی او اوسمهال د سعودي حکومت د شرطي په زندان کې دی.
د نوموړي د هویت په اړه څه ندي ویل شوي او پولیسو ویلي دي چې نوموړي غیر عادي حرکات کول او د دوی تر څار لاندې و تر څو ونیول شو.
ځینو ویلي دي چې نوموړي غوښتل د کعبې شریفې پوښ ته اور ورته کړي، او ځینو هم ویلي دي چې د ځانمرګي برید هڅه یې کوله.
د حرم شریف د پولیسو یو افسر ویلي دي چې ښکاري نوموړی رواني ناروغ وي، خو که چیرې ناروغ نه وي نو د قانون سره سمه سزا به ورکړل شي.